د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ته د ټرمپ ګواښ؛ ۵۲ مهم ځایونه به مو په نښه کړو


د ایراني چارواکو له خوا د قاسم سلیماني د غچ اخیستلو له خبرداري وروسته، د امریکا جمهور رئیس ویلي که ایران پر امریکایانو او یا د امریکا پر ګټو برید وکړي، نو واشنګټن به د ایران ۵۲ مهم ځایونه په نښه کړي.

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په پرله پسې درېیو ټویټونو کې ویلي، چې امریکا نور ګواښونه زغملی نشي او که چېرې تهران په غچ اخیستلو لاس پورې کړ نو د واشنګټن له سخت او چټکو ګوزارونو سره به مخامخ شي.

ښاغلي ټرمپ ویلي: "هغه (قاسم سلیماني) زموږ په سفارت برید وکړ او په یو شمیر نورو برخو یې د برید چمتوالی نیوه. ایران په تېرو څو کلونو کې د ستونزو له جوړولو پرته بل هیڅ څه نه دي کړي. پرېږدې چې د ګواښ په توګه یې ووایم، که چېرې ایران په هر امریکايي یا د امریکا په ګټو برید وکړي، متحده ایالات به په ایران کې په ۵۲ ساحو (د هغو ۵۲ امریکايانو په استازیتوب، چې کلونه مخکې ایران یرغمل کړي وو) برید وکړي، چې یو شمېر یې په ډېره لوړه کچه او د ایراني کلتور لپاره مهم دي".

د امریکا جمهور رئيس زیاته کړې: "دا هدفونه او په خپله ایران به په خورا سخته او ډېره چټکه توګه تر برید لاندې راوستل شي. امریکا نور ګواښ نه مني".

ښاغلي ټرمپ په یو بل تازه ټویټ کې ویلي، چې قاسم سلیماني د امریکا په ځوابي برید کې وژل شوی او که ایران بیا برید وکړي "چې ورته په کلکه سپارښتنه کوم چې دا کار ونکړي، نو په داسې شدت سره به هغوی وځپو، چې له دې وړاندې ځپل شوي نه وي".

د امریکا جمهور رئیس زیاته کړې، چې متحده ایالاتو دوه تریلیونه ډالر په پوځي تجهیزاتو لګولي او که ایران د امریکا پر کوم بیس یا په هر امریکايي برید وکړي، له ځنډ پرته به خپل دا نوي او عالي تجهیزات د ایران په لور واستوي.

ښاغلي ټرمپ دا ګواښونه په داسې حال کې کړي، چې ایراني چارواکو د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته له امریکا څخه د سخت غچ اخیستلو خبرداری ورکړی دی.

قاسم سلیماني د تېرې جمعې په ورځ د جنوري په درېیمه د عراق د پایتخت بغداد پر هوايي ډګر د امریکايي ځواکونو په یو برید کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG