د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۱۹ کال تر ټولو ډیر عاید لرونکی هنرمند


د "کج غیږې نیونې" مشهور امریکایی ستوری او د هالیوډ سینما پیژندل شوی هنرمند دوین جانسن د ۲۰۱۹ کال تر ټولو ډیر عاید لرونکی گڼل شوی دی.

د فوربس مجلې د راپور په اساس، دوین جانسن چې په "راک" مشهور دی، سږکال ٨٩،۴ملیون ډالره عاید درلود.

راک چې د "کج غیږې نیونې" ورزش (world wrestling federation) ستوری او د هالیوډ فلمونو مشهور لوبغاړی دی، په فلمونو کې د کار کولو سربیره ګڼ شمیر تبلیغاتي اعلانونو کې څرګندیږي چې له همدې کبله یې عاید تر نورو هنرمندانو ډیر دی.

راک ۴۷ کلن دی او پنځه ورځې وړاندې یې له "لوران هشین" سره واده وکړ. راک تر اوسه پورې دوه وارې واده کړی چې له لومړی ښځې یې یوه لور او له دویمې ښځې دوه لورګانې لري.

هندي اداکار، اکشي کمار بیا د ۶۵ ملیون ډالرو عاید په ترلاسه کولو سره د سږکال په لست کې څلورم ځاې خپل کړی. اکشې کمار ۵۱ کلن دی او یو زوې او یوه لور لري.

همداراز د هالیوډ فلمونو یو بل مشهور اداکار، جکي چن د ۵۸ ملیون ډالرو عاید سره پنځم مقام خپل کړی دی.

XS
SM
MD
LG