د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر حکومت ١٥ یاغیان اعدام کړل


د مصر حکومت هغه ١٥ تنه چې د سینا په ټاپووزمه کې په امنیتي قواو باندې په بریدونو او وژنو محکوم شوي وو اعدام کړي دي.

د ٢٠١۴ کې راهیسې چې مصر جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي واکمن شوی دی، دا په یوه ورځ تر ټولو زیات اعدامونه دي.

امنیتي مقاماتو ویلي چې دغه اعدامونه د مصر د شمال په دوو زندانونو کې د سه شنبې په ورځ هغه وخت د مصر د کورینو چارو وزارت د مقاماتو له لورې عملي شول چې یوې پوځي محکمې ددغو یاغیانو د اعدامولو حکم وکړ.

د امنیتي مقاماتو په وینا د اعدام شويو کسانو اکثریت د سینا د ټاپو وزمې اوسیدونکي وو چې د سخت دریځو ډلو سره یوځای شوي وو او د سینا په ټاپووزمه کې یې پوځیان او پولیس وژلي وو.

د سینا په شمال کې د کلونو راهیسې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش وسله وال د مصر په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کوي. دغه ډلې تیر کال د عیسوي مذهبو په گډون پر ولسي مصریانو هم بریدونه کړي دي.

په یو جومات باندې د تیرې میاشتې برید چې ٣٠٠ کسان په کې د لمانځه پر وخت ووژل شول د مصر د معاصر تاریخ تر ټولو وژونکی برید گڼل کیږي چې پړه یې تر ډیره د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر سخت دریځو باندې اچول شوې ده، خو دغې ډلې یې مسؤلیت ندی منلی.

په ٢٠١٥ کې مصري مقاماتو شپږ تنه سخت دریځه د قاهرې په شمال کې د دوو سرتیرو په وژلو محکوم او اعدام کړي وو.

XS
SM
MD
LG