د لاس رسي وړ اتصالات

گرباچف: د امریکا اقدام 'د نوې تسلیحاتي جگړې اعلان' دی


د پخواني شوروي اتحاد پخوانی جمهور رئیس میخایل گرباچف د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ هغه اقدام غندلی دی چې ویلي یې دي د منځني واټن ویشتونکو اټومي وسلو د کنترول له تړون نه وځي.

د پخواني شوروي اتحاد وروستني جمهور رئیس گرباچف ویلي چې د امریکا دغه اقدام د "نوي تسلیحاتي جگړې اعلان" دی.

د روسیې دغه مشر همداشان ویلي چې د امریکا دغه اقدام به د مسکو او واشنگټن ترمنځ د وسلو د جوړولو د نوې سیالۍ سبب شي او د اټومي جگړې خطر به زیات کړي.

ښاغلي گرباچف په نیویارک ټایمز کې په خپره شوې په یو مقاله کې لیکلي چې د امریکا دغه اقدام د "سولې په وړاندې یو نوی گواښ" دی، خو په عین وخت کې یې هیله څرگنده کړې چې دغه ستونزه ښایي د مذاکراتو له لارې حل شي.

ښاغلي گرباچف پدې مقاله کې لیکلي دي چې "له مانه پوښتل کیږي چې ایا د هغې لاسته راوړنې په له منځه تللو سره چې په مشکل مو ترلاسه کړې د ناراحتۍ احساس کوم که نه؟ دا یوه شخصي موضوع نده. زیات شیان له گواښ سره مخامخ دي. یو نوی تسلیحاتي رقابت اعلان شوی".

میخایل گرباچف او رونالد ریگن د ټړون د لاس لیک کولو پر وخت
میخایل گرباچف او رونالد ریگن د ټړون د لاس لیک کولو پر وخت

ښاغلي گرباچف چې د شوروي اتحاد کمونیستي نظام یې ړنگ کړ او د منځنۍ اسیا جمهوریتونو ته یې خپلواکي ورکړه په ١٩٨٧ کې یې د امریکا د پخواني جمهور رئیس رونالد ریگن سره د اټومي وسلو د کنترول تړون لاس لیک کړ.

دا تړون له دواړو هیوادونو غواړي چې لنډ او متوسط واټن ویشتونکي میزایل چې اټومي وسلې لیږدولای شي له منځه یوسي او پدې توگه به د تسلیحاتي مسابقې امکان هم له منځه لاړ شي.

جمهور رئیس ټرمپ ددغه تړون نه د وتلو خبره پداسې حال کې کړې چې د روانې اونۍ په پیل کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن مسکو ته ولاړ چې د روسي مقاماتو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG