د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د روسیې سره د متوسط واټن ویشتونکو توغندیو له ټرون نه وځي


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د شنبې په ورځ وویل چې هغه د روسیې سره د متوسط واټن ویشتونکو اټومي وسلو له ټرون نه وځي، ځکه روسیې ددغه تړون نه سرغړونه کړې.

جمهور رئیس ټرمپ ددغه تړون نه د وتلو خبره پداسې حال کې کوي چې ټاکل شوې د هغه د ملي امنیت سلاکار جان بولټن راتلونکې اونۍ مسکو ته لاړ شي او د روسي مقاماتو سره خبرې وکړي.

جمهور رئیس ټرمپ ویلي چې روسیې په وار وار ددغه تړون نه چې په ١٩٨٧ کال کې لاس لیک شوی سرغړونې کړي، خو ښاغلي ټرمپ د روسیې د سرغړونو په هکله جزییات ورنکړل.

دغه تړون په ١٩٨٧ کال کې د امریکا د پخواني جمهور رئیس رونالد ریگن او د پخواني شوروي اتحاد د جمهور رئیس گرباچف ترمنځ لاس لیک شوی وه. دا تړون له دواړو هیوادونو غواړي چې لنډ او متوسط واټن ویشتونکي میزایل چې اټومي وسلې لیږدولای شي له منځه یوسي.

ښاغلی ټرمپ ویلي دي چې "روسیې له دې تړون نه سرغړونه کړې. دوی [روسي مقامات] دا سرغړونه د کلونو راهیسې کوي او زه پدې نه پوهیږم چې جمهور رئیس اوباما ولې پدې اړه خبرې ندي کړي او ددې تړون نه ندی وتلی."

ښاغلي ټرمپ پدې ټینگار کړی دی چې "مونږ دوی ته اجازه نه ورکوو چې د اټومي تړون نه سرغړونه وکړي." جمهور رئیس ټرمپ وایي که روسیه او چین ددې ډول وسلو جوړول ونه دروي، متحده ایالات به دا وسلې تولید کړي.

مسکو پدې هکله د یکشنبې په ورځ (اکتوبر ٢١) وویل چې ددغه تړون نه د امریکا د متحده ایالاتو وتل یو "خطرناک گام" دی. روسیې همداشان ددې تړون نه سرغړونه رد کړې او چین پدغه تړون کې ندی شامل.

امریکایي چارواکو دمخه تور لگولی و چې روسیه د کروز میزایلو ځای پر ځای کولو سره ددې تړون نه سرغړونه کړې او د شمالي اتلانتیک تړون ناټو ته یې گواښ متوجه کړی.

روسیې بیا ادعا کړې چې د امریکا د میزایلو د دفاع سیستم د لنډ او متوسط واټن ویشتونکو اټومي وسلو د تړون نه سرغړونه ده.

XS
SM
MD
LG