د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار روغتیايي کارکوونکو اعتصاب کړی


په جلال‌آباد ښار کې د روغتیايي سکتور د ټولنې د مسول له وژل کېدو یوه ورځ وروسته، د دغې ټولنې غړو د هغوی په وړاندې د امنیتي ګواښونو له امله کاري اعتصاب کړی دی.

د ننګرهار د روغتیايي خصوصي سکتور د ټولنې مسول ډاکټر نوروز شینواری تیره ورځ ناوخته د بم په چاودنه کې ووژل شو.

د دغې ټولنې د رهبرۍ غړي ډاکټر نجیب‌الله صاحبزاده د ډاکټر شینواري د جنازې په مراسمو کې وویل، چې دوی به تر درېیو ورځو خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.

د ښاغلي صاحبزاده پر وینا، د ننګرهار د روغتیايي کارکوونکو په وړاندې امنیتي ګواښونه په بې‌ساري ډول زیات شوي دي.

د دغې ټولنې د شمیرو په اساس د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه په ننګرهار ولایت کې پر ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو باندې د ۸۳ بریدونو پیښې ثبت شوي دي.

د ننګرهار د روغتیايي سکتور ټولنه وايي، چې د امنیتي ګواښونو له امله یوازې تیره اونۍ ۵ ډاکټران د جلال‌آباد ښار پرېښودو ته اړ شوي دي.

د ښاغلي صاحبزاده پر وینا، په روان لمریز کال کې ۱۵ ډاکټران د ناپیژاندو کسانو له خوا تښتول شوي او یو شمیر درملتونونه د وسله‌والو کسانو له خوا په بمونو الوزول شوي دي.

دغو ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو، چې د جلال‌آباد په عیدګاه جومات کې راټول شوي وو وویل، که تر درېیو ورځو پورې حکومتي چارواکود هغوی د امنیت په تړاو ورته د قناعت وړ ځواب ورنکړ، بیرته خپل کار ته نه ورګرځي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د مطبوعاتو مسول ظاهر عادل وویل، د دغې ستونزې د حل لپاره هڅې پیل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې په دغه ولایت کې د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د امنیت ساتنې لپاره یو لړ اقدامات ترسره شوي او په تیرو څو ورځو کې له لسو زیات کسان، چې په جلال‌آباد کې یې له ډاکټرانو څخه باج اخیسته، نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي.

د ننګرهار د سیمه‌ییزو چارواکو پر وینا، اوسمهال په دغه ولایت کې د ښځو په ګډون ۸۵ زره تنه د روغتیا په مختلفو برخو کې په دندو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG