د لاس رسي وړ اتصالات

نړیواله محکمه په افغانستان کې د جنګي جنایاتو په اړه څیړنه کوي


د جرایمو نړیوالې محکمې ویلي چې په افغانستان کې د جنګي او بشري جنایاتو په اړه به خپلې څیړنې پیل کړي.

د دغې محکمې د تصمیم په اساس ټاکل شوې د هغو جرایمو په اړه څیړنې وشي چې په افغانستان کې د ۲۰۰۳ میلادي کال د مې له لومړۍ نیټې راهیسې شوي دي.

د جرایمو د نړیوالې محکمې د استیناف خونې د پنجشنبې په ورځ د مارچ په پنځمه (کب ۱۵) فیصله وکړه چې د دغې محکمې څارنواله په افغانستان کې د جنګي او بشري جنایاتو په اړه خپلې څیړنې پیلولی شي.

د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان د چارو څیړونکې پاتریشیا ګوسمن د جرایمو د نړیوالې محکمې له تصمیم څخه هرکلی کړی او دا یې د هغو افغانانو لپاره یوه بریا بللې چې له مودو راهیسې د عدالت په تمه دي.

آغلې ګوسمن په خپل ټویټر کې لیکلي: "په افغانستان کې له سختې سزا څخه د خوندیتوب مسلې د ننګونې لپاره دا یو مهم فُرصت دی".

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم د جرایمو د نړیوالې محکمې له دې فیصلې څخه هرکلی کړی او دا یې د افغانستان په اوږدې جګړې کې د عدالت د تامینولو لپاره مهم ګام بللی دی.

همداشان د بخښنې نړیوال سازمان غړې سمیرا حمیدي د جرایمو د نړیوالې محکمې دا اقدام تاریخي بللی دی.

هغې په خپل ټویټر کې لیکلي نړیوالې جنايي محکمې یوه "ویروونکې تیروتنه برعکس کړه" او تصمیم یې نیولی چې د جنګي جنایاتو او د بشریت ضد جنایاتو د قُربانیانو تر څنګ ودرېږي.

د جرایمو د نړیوالې محکمې څارنوالې فاتو بنسوډا د لومړي ځل لپاره شاوخوا څلور کاله وړاندې د دغې محکمې قاضیانو ته په افغانستان کې د جنایاتو د ادعاو په اړه د څیړنو وړاندیز وکړ.

د دغو ادعاو په اساس چې د جرایمو له نړیوالې محکمې سره ثبت شوي په کې طالبان په بشري جنایاتو، امریکايي عسکر او د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې کارکوونکي د جنسي تیري او شکنجو په ګډون په بد چلند او افغان امنیتي ځواکونه د جنګي جنایاتو په ترسره کولو تورن شوي دي.

د جرایمو د نړیوالې محکمې د قاضیانو د معلوماتو په اساس ۷۰۰ تنو قربانیانو په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه دغې محکمې ته شکایتونه کړي دي. دا محکمه وايي چې له دې شمېرې ۶۸۰ تنو په دې برخه کې د رسمي څیړنو د پیلېدو هرکلی کړی دی.

د جرایمو نړیواله محکمه چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې جوړه شوې په نړیواله کچه د جنګي جرایمو، د بشري جنایاتو او د نسل وژنې قضیې څیړي.

افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د جرایمو د نړیوالې محکمې غړی شو او په ۲۰۰۷ کې د دغې محکمې څارنوالۍ په افغانستان کې د جنګي جنایاتو په اړه ابتدايي څیړنې پیل کړې.

XS
SM
MD
LG