د اسلامي دولت ډلې (داعش) د روسیې په جنوب کې د پولیسو پر پوستې د شوي برید مسؤلیت په خپله غاړه واخیست.
روسي مقاماتو ویلي چې دوه وسله والو کسانو د سه شنبې په ورځ (۳۱ دسمبر) د روسیې په جنوب کې د ماګاس په ښار کې د پو لیسو په یوې امنیتي پوستې باندې برید کې د پولیسو درې افسر وژلي او درې نور ټپیان کړي دي.
د روسیې کورنیو رسنیو راپور ورکړی چې دغو کسانو لومړی د پولیسو یو افسر په موټر وهلی او ورپسې یې درې نورو افسرانو باندې د چاقو ګوزارونه کړي دي.
راپورونو کې راغلي چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې یو وسلوال وژل شوی او بل یې ټپي شوی دی.
له بلې خوا د پنجشنبې په ورځ (۲ جنورۍ) د داعش ډلې پورې مربوط یو ویبسایټ کې یواځې د دوه پولیسو افسرانو د مړینې خبر تائید شوی او د وسله وال کس ټپي کیدو په اړه یې څه نه دي ویلي.
د ماګاس ښار د قفقاز په سیمه کې د اینګوشیتیا د جمهوریت مرکز دی، چیرته چې د روسیې پولیسو او اسلامي تندلارو ترمنځ دغه شان پيښې په وار وار رامنځته شوي دي.