د لاس رسي وړ اتصالات

د کشمیر جامع جومات بېرته پرانیستل شو


د هند خلاف ډېرې مظاهرې له همدغه جومات څخه پېلېدې

د کشمیر جامع جومات، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر د ځانګړو صلاحیتونو له سلبولو وروسته تړل شوی و، بېرته پرانیستل شو.

دا جومات د چهارشنبې په ورځ (دسمبر۱۸) پرانیستل شوی دی. د کشمیر اوسېدونکي وايي چې دغه جامع جومات په ۱۳ پېړۍ کې جوړ شوی او دا دویم ځل دی چې د سیاسي او امنیتي ستونزو له کبله تړل کیږي.

د کشمیر یو ۵۵ کلن اوسېدونکي محمد اقبال د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "په کور کې وم چې له جامع جومات څخه مې اذان واورېده. زړه ته مې نه لویده چې له دغه جومات څخه د اذان غږ اورم. زه څلور نیمې میاشتې وروسته دغه جومات ته د لمانځه لپاره راغلم."

هند څو میاشتې مخکې تر خپلې ولکې لاندې د کشمیر واکونه او صلاحیتونه ختم کړل. دغه کار د پاکستان او هند ترمنځ اختلافات او د دوی ترمنځ د جګړې امکان یې زیات کړ چې په ترڅ کې یې دا جومات هم وتړل شول.

په دغه جومات کې په یو وخت کې شاوخوا ۳۰زره کسان لمونځ کولی شي او ډېر کله د هند خلاف مظاهرې په همدغه جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته پېلېدې.

خو لا هم د کشمیر یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د کشمیر کشاله لا حل شوې نه ده.

XS
SM
MD
LG