د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلام آباد په لور د مذهي ګوندونو ستر لاریون


مذهبي ګوندونه دا مظاهرې تنظیموي
مذهبي ګوندونه دا مظاهرې تنظیموي

ټاکل شوې چې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د عمران خان د حکومت پر ضد لویې مظاهرې پیل شي.

جمعیت علما اسلام او نورو مذهبي ګوندونو دا مظاهرې تنظیم کړي دي چې ښايي لسګونه زره خلک په کې برخه واخلي.

د جمعیت علما اسلام د ګوند ویاند مفتي ابرابر احمد وویل چې د مظاهرې مشرې به د دغه ګوند مشر مولانا فضل الرحمن کوي.

مفتي ابرار وایي چې د کراچي او د پاکستان له نورو سیمو څخه به د هغوی پلویان په موټرونو کې اسلام اباد ته ځانونه رسوي. ټاکل شوې چې دا مظاهرې د یکشنبې په ورځ (اکتوبر۲۷) پيل شي.

دوی د عمران خان حکومت نا مشروع ګني او وایي چې د پوځ په زور واک ته رسېدلی دی. وايي د پاکستان د اقتصادي ستونزو اصلي علت عمران خان او د عمران خان (غلطه تګلاره) ده.

اسوشیتډپرس وايي چې جمعیت علما اسلام ګوند د عمران خان د حکومت د پرځولو ګواښ کړی دی.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې په پاکستان کې د هند پر ضد هم مظاهرې وشي. د هند پر ضد مظاهرې پر کشمیر باندې د هند او پاکستان ترمنځ د وروستۍ نښتې د لومړي کال په درشل کې پلان شوي دي.

له دغو لانجو وروسته هند تر خپلې ولکې لاندې کشمیر صلاحیتونه محدود کړل چې ورسره د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم خرابې شوې.

XS
SM
MD
LG