د لاس رسي وړ اتصالات

باجوه: هند او پاکستان باید تیر هیر کړي 


د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه
د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه

تیره میاشت د هند او پاکستان د پوځیانو ترمنځ د بیساري اوربند د اعلان وروسته، د پاکستان د پوځ لوی درستیز د دواړو هیوادونو څخه وغوښتل تر ځو "ماضي خښه کړي" او د یو بل سره د همکارۍ پر لور ګام پورته کړي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه، د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۸ (کب ۲۸) وویل چې د "مناسبو شرایطو" رامنځ ته کول د هند په غاړه دي او زیاته یې کړه چې واشنګټن د سیمه ییزو نښتو په پای ته رسیدو کې هم رول درلودلی دی.

جنرال باجوه په اسلام آباد کې په یو کنفرانس د وینا پر مهال د دولت د امنیتي سیاستونو په ګوته کولو سره وویل: "فکر کوم چې ددې وخت رارسیدلی چې تیر وختونه خښ کړو او پرمخ لاړ شو."

خو هغه زیاته کړه چې هند باید مناسب شرایط په ځانګړې توګه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې رامنځ ته کړي.

پاکستان او هند تر اوسه درې ځلې جګړه کړې او وروسته له هغې چې په ۲۰۱۹کې د دواړو هیوادونو جنګي الوتکې د یو بل خاورې ته ننوتلې د دوی ترمنځ کړکیچ ډیر شو.

د پاکستان پوځ چې تقریباً د خپل ۷۳کالو عمر زیاته برخه یې پر دې هیواد واکمني کړې له پخوا راهیسې د پاکستان امنیتي او بهرني سیاستونه اداره کوي.

په کشمیر کې کړکیچ په ۲۰۱۹کې هغه وخت زور واخیست چې د هند حکومت د خپل کنترول لاندې کشمیر کې د نیمه خودمختارۍ حق لغو کړ. له هغې وروسته هندي او پاکستاني پوځیانو څو ځلې د کشمیر په سرحدي کرښه پر یو بل ډزې وکړې چې په ځینو مواردو کې وژونکې وې.

د دواړو هیوادونو پوځیانو د ۲۰۲۱د فبرورۍ په ۲۵د یو بیساري ګډ بیان په خپرولو سره د کشمیر په لانجمنه سرحدي کرښه اوربند اعلان کړ.

د امریکا متحده ایالاتو سمدستي ددې اقدام هرکلی وکړ او دواړه هیوادونه یې پدې برخه کې پرمختګ ته وهڅول.

XS
SM
MD
LG