د لاس رسي وړ اتصالات

د لشکر طیبه ډلې مشر په پاکستان کې ونیول شو


پاکستاني چارواکو ویلي چې لکهوي په یوه دواخانه کې د سخت دریزو لپاره چنده ټولوله
پاکستاني چارواکو ویلي چې لکهوي په یوه دواخانه کې د سخت دریزو لپاره چنده ټولوله

پاکستاني چارواکي وايي د لشکر طیبه ډلې مشر ذکي الرحمان لکهوي د تروریزم د تمویل په تور نیول شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو او هند دغه ډله په ۲۰۰۸ کې په ممبي کې په وسله والو بریدونو تورنه کړه، هغه برید چې ۱۶۶ کسان پکې ووژل شول.

د پاکستان د پنجاب ایالت له تروریزم سره د مبارزې ادارې ویلي چې لکهوي یې د کوم ځانګړي برید سره په تړاو نه بلکې د تروریزم د تمویل په تور نیولی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي چې لکهوي په یوه دواخانه کې د سخت دریزو لپاره چنده ټولوله او وېشله.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټه وايي چې لکهوي د لشکر طیبه ډلې عملیاتي مشر دی.

دغې کمېټې هغه په افغانستان، عراق او چچنیا په ګډون یو شمېر هیوداونو کې په وسله والو فعالیتونو تورن کړی دی.

هندي چارواکو هم ویلي چې په ۲۰۰۸ کې د تر سره شوي برید یو تن اعتراف کړی و چې دغه برید په لکهوي پوري اړه لري.

ذکي لکهوي په ۲۰۰۸ کې هم نیول شوی و، خو وروسته په ضمانت خوشي شو.

پاکستان ویلي چې هند محکمې ته د لکهوي د حاضرولو په اړه قوي شواهد او مدارک نه دي وړاندې کړي.

پاکستانی سخت دریزه حافظ رشید چې د هند لخوا د ممبي په برید کې په لاس لرلو تورن شوی، د فبرورۍ پر ۲۱ د پاکستان د لاهور ښار د یوې محکمې لخوا په ۱۱ کاله بند محکوم شو.

XS
SM
MD
LG