د لاس رسي وړ اتصالات

په اندونیزیا کې بیا زلزله شوې او د مړو شمېر ۳۱۹ پورته شوی


چارواکي وايي وروستۍ زلزلې خلک ډېر ویرولي دي
چارواکي وايي وروستۍ زلزلې خلک ډېر ویرولي دي

د اندونیزیا د لامبوک په ټاپو کې بیا یوه زوروره زلزله شوې ده. دا په تېرو څو ورځو کې درېیمه زلزله ده چې دغلته کیږي.

د اندونیزیا د پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي ویرانتو خبریالانو ته ویلي دي چې د یکشنبې د ورځې په زلزله کې، چې د ریکتر په کچه یې شدت ۷ درجه و، د مړو شمېر ۳۱۹ ته رسېدلی دی.

د ريکتر په کچه د وروستۍ زلزلې شدت ۵.۹ ښودل شوی چې یو شمېر ودانۍ یې زیانمنې کړې، ځمکه یې خرابه کړې او په خلکو کې یې ویره پیدا کړې ده.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې ځینې خلک لیدل کيږي چې له خپلو موټرو څخه ښکته کیږي اخوا دیخوا تښتې او دوړو هم فضا پوښلې ده.

د اسوشیتډپرس یو خبریال د دغه ایالت په مرکز متارام کې په یو روغتون کې ګڼ زخمیان لیدلي دي چې زلزلې ژوبل کړي او روغتون یو شمېر نور زخمیان د باندې درمل کوي.

په اندونیزیا کې د بېړنیو چارو سره د مبارزه اداره وايي چې ۶۸۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي او ۲۷۰۰۰۰ خلک بې کوره شوي دي. د جولاۍ په ۲۹ کې په یوې بلې زلزلې کې بیا ۱۷ نور هم ژوبل شول.

اندونیزیا د آرام اقیانوس د "اور حلقې" په نامه هغې سیمې ته نژدې ده چې ډېره زلزله په کې کیږي. په ۲۰۰۹ کال کې په اندونیزیا کې د ریکتر په کچه د ۹.۱ په شدت زلزله وشوه، سونامي یې رامنځ ته کړه او شاوخوا ۲۳۰۰۰۰ کسان یې مړه کړل.

XS
SM
MD
LG