د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ټول شموله حکومت په جوړېدو د ایران ټينګار

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په افغانستان کې له ټولو قومونو څخه تشکیل شوي همه شمول حکومت په جوړېدو ټینګار کړی او ویلي دي چې دا د ایران او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو غوښتنه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د دوشنبې په ورځ جنورۍ درېیمه (مرغومې ۱۳) خبریالانو ته ویلي: "هغه څه چې په افغانستان کې دې له ټولو څخه لومړی د ایران او ګاوندیو هیوادونو د ټینګار وړ دي، د یو ټول شموله حکومت تشکل دی چې د افغانستان د ټولو خلکو او قومونو منعکس کوونکی وي... د افغانستان د راتلونکي مسیر، د خلکو د ارادې تحقق دی او د دې ټولو سره، خو هغه څه چې موږ یې انتظار لرو دغه دي چې دغه څه تحقق پیدا کړي."

خطیب زاده زیاته کړې چې ایران د طالبانو په ګډون په افغانستان کې له ټولو لورو سره په اړیکه کې دی او د دغه هیواد استازو کابل ته په خپل وروستي سفر کې د تهران غوښتنې له طالب استازو سره شریکې کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویل چې هیوادونه تر اوسه چمتو نه دي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني: "موږ اساساً د [رسمیت] پېژندلو په ځای کې قرار نلرو او هیله مند یو چې په افغانستان کې حاکم سرپرست هیات په داسې یو لوري حرکت وکړي چې د خلکو د غوښتنې او ارادې په نظر کې نیولو سره د خپلو اقداماتو له لارې نړیواله پېژندنه تر لاسه کړي."

د اګست په پنځلسمه په افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته تر دا مهاله د دوی حکومت د هیڅ هېواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

د طالبانو د سرپرستې کابینې له اعلان وروسته چې له نیمایي زیات غړي یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لست کې شامل دي، یو شمېر هېوادونو یې په احتیاط سره هرکلی کړی او یو شمېر نورو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو پرې نیوکه کړې ده.

د طالبانو ۳۳ کسیزه سرپرسته کابینه چې ټولې څیرې یې د طالبانو غړي او یا ورپورې تړلي کسان دي او په ټوله شموله حکومت باندې د نړیوال ټینګار برعکس له طالبانو پرته بله څیره، اقلیتونه او یا ښځې د دوی په کابینه کې نه لیدل کېږي.

نړیوالې ټولنې ویلي تر څو چې طالبان یو ټول شموله حکومت جوړ نکړي، ښځو او اقلیتونو ته پکې ځای ورنکړي، او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقوقو ته احترام ونکړي، تر هغو به یې په رسمیت ونه پيژني.

تر دې مخکې طالب چارواکو ویلي و چې د حکومت سرپرست کابینه یې ټول شموله ده او په هغه کې د افغانستان ټول قومونه شامل دي، هغوی تل دا ډول غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله بللې او ټینګار یې کړی چې هیڅ چاته به د دغه هېواد په داخلي چارو کې د مداخلې اجازه ورنکړي.

په دې وروستیو کې طالبانو ټينګار کړی چې هغوی غواړي له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ښه او ټینګ روابط ولري.

هغوی همدارنګه د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو او په ځانګړي ډول د سیمې له هیوادونو څخه غوښتي چې د ښو اړیکو په رامنځته کولو سره د هغوی سره مثبت رول ولوبوي تر څو د طالبانو په باور، په نړۍ او سیمه کې ښه ګامونه واخیستل شي او موجوده ستونزې او بې باورۍ له منځه لاړې شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG