د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني: امریکا پر ایران د بندیزونو په لګولو کې ناکامه ده


د ایران ولسمشر حسن روحاني د یکشنبې په ورځ (جولای ۱۴) په تهران کې یوې غونډې ته ویلي چې د اټومي انرژۍ په نړیوال سازمان او نورو غونډو کې امریکا یوازې پاتې شوې او ټول هیوادونه د ایران سره دی.

ښاغلی روحاني دا څرگندونې پداسې حال کې کوي چې د امریکا متحد ایالتونه هڅه کوي د نړیوالو قدرتونو په ګډون ایران سره داسې هوکړه وکړي چې اټومي وسلو ته لاس رسی پیدا نه کړي.

وروسته له هغې چې تیره اونۍ ایران د یورانیمو غني کولو بیا پیل کول اعلان کړل، امریکا د نړیوال اټومي انرژۍ د سازمان د ځانګړي بورډ د غونډې د جوړیدو غوښتنه وکړه.

ایران وايي چې د یورانیمو غني کولو کچه یې له ۳.۶۷ څخه پیل کړې او ۴.۵ ته به یې ورسوي، د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان دغه پرمختګ تایید کړی دی.

حسن روحاني وايي چې په تیرو څوارلسو میاشتو کې امریکا په ټولنیز، سیاسي او دغه راز نورو برخو کې د ایران پر ضد هر ګام جې اوچت کړی دی، له ماتې سره مخ شوې ده.

ښاغلی حسن وايي تیره اونۍ په ملګرو ملتونو، نورو غونډو او په نړیوال اټومي انرژۍ کې د امریکا پر ادعا هیچا باور و نه کړ، په نړیوال اټومي انرژۍ په غونډه کې له امریکا او یو دوو هیوادونو پرته نورو ټولو د ایران ملاتړ کړی دی.

د ایران د اټومي هوکړې او غوښتونو ته نورو هیوادونو لکه روسیې، چین، جرمني، فرانسې، بریټانیې او اروپايي اتحادیې تراوسه د پام وړ ځواب ورکړی نه دی، خو ویلي دي چې د ۲۰۱۵ کال هوکړې ته به ژمن پاتې شي.

روحاني: امریکا پر ایران د بندیزونو په لګولو کې ناکامه ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

بلخوا بریټانیا وايي که ایران کافي ضمانت ورکړي چې د ګیبرال تار په سیمه کې نیول شوی ټانکر سوریې ته په لاره نه وو، کیدای شي پریږدي.

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر جیرمي هنټ وايي که موږ کافي ضمانت ترلاسه کړو چې دا ټانکر سوریې ته په لاره نه وو، هغه څه چې د ګیبرال تار په سیمه کې شوي په حلولو به یې کار وکړو.

د ایران دغه ټانکر تیره اونۍ هغه مهال ودرول شو چې دوه اعشاریه یو میلیون بوشکې خام تیل پکې بار وو.

XS
SM
MD
LG