د لاس رسي وړ اتصالات

د بغداد د مظاهرو په تازه تاوتریخوالي کې څلور تنه وژل شوي


پولیس چارواکي وایي مظاهره کوونکي د بغداد مهمې لارې بندې کړې
پولیس چارواکي وایي مظاهره کوونکي د بغداد مهمې لارې بندې کړې

په عراق کې چارواکي وایي د پنجشنبې په ورځ (نومبر۲۱) په بغداد کې لږ تر لږه څلور مظاهره چیان ووژل شول.

پولیسو د مظاهره کوونکو د خپرولو لپاره ډزې کړي دي چې شاوخوا ۴۸ نور مظاهره کوونکي ژوبل شوي هم دي.

په دې سره د اکتوبر په میاشت کې په عراق کې د مظاهرو د پیل راهېسې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۰۰ ته ورسېده.

امنیتي چارواکي وایي مظاهره کوونکي د بغداد ښار مهمو نقطو ته ورغلې لارې او پلونه بند کړي دي. دغه پلونه او لارې د حکومت مهمو دفترونو، سفارتونو او نورو نړیوالو ادارو ته ځي.

پولیسو پر مظاهره چیانو پر ډزو سربېره اوښلن ګازهم شیندلي دي.

دا مظاهرې په عراق کې د اداري فساد، بیکارۍ، خرابو روغتیايي او نورو ملکي خدمتونو په ضد پیل شوي دي.

مظاهره چیان د عراق د صدراعظم د استعفا غوښتنه هم کوي.

د عراق حکومت مظاهره کوونکو ته ژمنه کړې ده چې غوښتنې به یې ومنل شي، خو مظاهره کوونکي وایي چې لا د پرمختګ کوم څرګ نه لګیږي.

XS
SM
MD
LG