د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې يو خبريال په چړو 'سخت ټپي' شوى


عکس: ارشيف
عکس: ارشيف

د افغانستان د ازادو ژورنالستانو انجمن وايي چې د جاويد يوسفي په نوم خبريال تيره ورځ په کابل ښار کې د يو بريد پر مهال سخت ټپي شوى۔ ى٠

هغه په کابل کې د افق په نوم رسنۍ سره د خبريال په توګه کار کوي٠

د دغه انجمن اجراٸيوي رٸيس حجت الله مجددي نن دوشنبه ډسمبر ٢٠ (لېندۍ ٢٩) امريکا غږ ته وويل چې دغه پېښه تېر ماښام د دشت برچي په سيمه کې رامنځته شوې ده٠

ښاغلي مجددي زياته کړه چې ياد خبريال په شا کې څو چړې وهل شوى دى او اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دى٠

ښاغلي مجددي وويل چې اوس مهال د دغه پېښې لامل معلوم نه دى خو بريد کوونکـو کسانو يې ټليفون او پيسې له ځان سره وړي دي٠

د افغانستانو د ازادو ژورناستانو د انجمن اجراٸيوي رٸيس وويل چې په کابل او ولايتونو کې پرخبريالانو د بريدونو په اړه اندېښنې يې د کورنيو چارو وزارت له مسولينو سره شريکې کړي دي٠

د مجددي په وينا د کورنيو چارو وزارت وياند سعيد خوستي ډاډ ورکړى چې ياده قضيه به په جدي ډول وڅېړل شي او عاملين به يې پيدا او قانون ته به وسپارل شي٠

دغه انجمن پخپلې اعلاميې کې هم ويلي:"د افغانستان د ازادو ژورنالستانو انجمن په دې باور دى چې دغه هيواد کې پرخبريالانو بريدونه چې په هر نوم وي بايد وڅېړل شي٠"

بلخوا د په افغانستان کې د ازادو خبريالانو بنسټ په کندز کې د طالبانو لخوا د يو خبر د نيول کېدو خبر هم ورکړى دى٠

د دوى په وينا ياد خبريال تر څو ساعتونو وروسته بيرته د طالبانو لخوا خـوشي شوى دى٠

XS
SM
MD
LG