د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې پر خبریال سلطان محمود خیرخوا وسله وال برید شوی


نامعلومو موټر سايکل سپورو وسله والو په خوست کې يو ژورنالیست ويشتلی او ټپي کړی یې دی.

دغه ژورنالیست سلطان محمود خيرخواه نن جمعه د «کب پر ۲۴مه» غرمه مهال له خوست ښار نه مندوزيو ولسوالۍ ته خپل کور ته په موټر کې په لاره و، چې ناپېژاندو موټر سايکل سپورو وسله والو پرې بريد کړی دی.

په خوست کې د افغان خبريالانو د کمېټې مشر سيف الله حيات امر يکاغږ ته وويل، چې سلطان محمود خيرخواه په سر او سينه لګېدلی او سخت ټپي شوی دی.

په ورته وخت کې د ژمن ټلوېزيون مشر روح الله امين هم په روغتون کې اشنا راډيو ته وويل، چې له خير خواه سره په دې پېښه کې د هغه کوچنی زوی هم ټپي شوی خو روغتيايي حالت يې ښه ښودل شوی دی.

سلطان محمود خيرخواه اوسمهال په سيمه ييز ټلوېزيون ژمن کې دنده درلوده او تر دې مخکې يې په يو شمېر نورو محلي دولتي او غير دولتي مطبوعاتو کې دنده ترسره کړې وه.

نوموړي په ټولو رسنيو کې د خپلې دندې پرمهال له بېوزله او بې سرپرسته کورنيو سره مرکې کولې او هغوی ته يې له بډايه خلکو او سوداګرو مرستې راجلبولې.

تر دامهاله د دغه حملې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

تیر کال په خوست کې د احمد شاه په نوم یو بل خبریال هم د ناڅرګندو وسله وسله والو لخوا وژل شوی و.

دا په روانه يوه اوونۍ کې دويم ژورنالېست دی، چې د وسله والو له لوري په نښه کيږي.

څو ورځې مخکې د هلمند يو خبريال هم يوې بمي چاودنې په نښه او ټپي کړی و.

په روان مېلادي کال د معلوماتو له‌مخې تر دامهاله درې افغان خبریالان د ناڅرګندو وسله والو لخوا وژل شوي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان د راپور له‌مخې تېر کال افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی هېواد و.

د دغه سازمان د معلوماتو له‌مخې تېر کال په افغانستان کې ۱۵ تنه خبریالان وژل شوي و.

XS
SM
MD
LG