د لاس رسي وړ اتصالات

شاهد اپریدی په شپږیزه کې لوبه نه کوي


شاهد اپریدی د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم وتلی لوبغاړی دی
شاهد اپریدی د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم وتلی لوبغاړی دی

شاهد اپریدي ویلي چې په شپږیزه کې لوبې نه شي کولای.

شاهد اپریدي له افغان حکومت، کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ او سپين غر ټيم څخه مننه کړې چې په شپږیزې کې یې د لوبو کولو بلنه ورکړې وه.

خو ښاغلی اپریدی وایي چې د کورنیو ستونزو له کبله په دغو سیالیو کې برخه نشي اخیستلی.

هغه دغه څرگندونې د خپل ټویټر په یو پیغام کې کړې دي.

شاهد اپریدي دمخه ویلي وو چې په شپږیزه کې به لوبه وکړي.

اپریدي چې ټاکل شوې وه د سپين غر په ټيم لوبه وکړي، وایي ژر به کابل ته ځي او د سولې لپاره به کار کوي.

د یادونې وړ ده چې د شپږیزې په نامه د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د افغان کرکټ لیگ لوبې د سپتامبر په ١١ په کابل پیل شي او د سپتامبر په ٢٢ به پای ته ورسیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وایي چې سږکال شاوخوا ۳۰ بهرني لوبغاړي، روزونکي او څارونکي په دغو سیالیو کې برخه اخلي.

دا پنځم وار دی چې په کابل کې د کرکټ د شپږیزه سیالۍ کیږي.

XS
SM
MD
LG