د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کرکټ بورډ له امریکا غږ سره تړون وکړ


د افغانستان کرکټ بورډ امریکا غږ وستایله چې د کرکټ په پرمختګ کې مرسته کوي
د افغانستان کرکټ بورډ امریکا غږ وستایله چې د کرکټ په پرمختګ کې مرسته کوي

د افغانستان د کرکت بورډ او امریکا غږ د نړیوالې ادارې ترمنځ په کابل کې د شپږیزې د را روانو سیالیو لپاره تړون لاسلیک شو.

د تړون له مخې به امریکا غږ د افغانستان کرکټ بورډ ته ۸۰زره امریکایي ډالر ورکوي او کرکټ بورډ به د ۲۰۱۷ کال د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو کې د امریکا غږ یو لړ اعلانونه خپروي.

دا اعلانونه به د لوبو پر مهال په میدان کې ځړول کیږي چې د امریکا غږ راډیو تلویزون، ویپاڼې او فیسبوک اړوند اعلانونه به په کې خپریږي. ځینې اعلانونه به یې ډیجیټلي هم وي.

د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل د دواړو ادارو ترمنځ دا تړون د افغانستان د کرکټ د پرمختګ لپاره مهم ګامل وباله. ښاغلي مشعل امریکا غږ وستایه چې د افغانستان د کرکټ د پرمختګ لپاره پانګونه کوي.

هغه امریکا غږ اشنا ته وویل "د افغانستان د کرکټ بورډ د امریکا غږ له راډیو تلویزون سره یو هوکړه لیک لاسیک کړ، چې په نتیجه کې به یې امریکا غږ د افغانستان کرکټ بورډ ته ۸۰زره ډالر کومک کوي او مقابل کې به کرکټ بورډ دوی ته په ۲۰۱۷ کال کې په شپیږیزې لیګ کې د تبلیغاتو زمینه برابروي. دا یو نیک قدم دی. زه د امریکا غږ د ادارې د رهبرۍ نه مننه کوم چې په دې برخه کې یې سرمایه ګزاري وکړه، که داسې ټول ادارات د کرکټ د پرمختګ لپاره، د خپلو تبلیغاتو لپاره له موږ سره کومک وکړي دا به د کرکټ په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي".

دا تړون د یکشنبې په ورځ ( اګست ۲۰) په کابل کې د افغانستان د کرکټ بورډ په عمومي دفتر کې لاسلیک شو.

تېرکال هم د امریکا غږ له کرکټ بورډ سره د شپږیزې لیګ سیالیو کې همداسې یو قرار داد کړی و. د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ د افغانستان د ۲۰ اورونو تجارتي کورنۍ سیالۍ دي چې د کرکټ له نړیوالې شورا سره رسمي دي.

دا سیالۍ په یو سیمه ییز تلویزون هم ښودل کیږي، په دغو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي لوبیږي، تېرکال ځینې بهرني لوبغاړي هم وربلل شوي وو او ټاکل شوې چې سږکال هم ځینې نړیوال لوبغاړي ورشي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG