د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت پر طالبانو د بریدونو د زیاتولو امر کړی


د امنیت شورا د ولسي خلکو او افغان ځواکونو د خوندیتوب لپاره د بریدونو د زیاتولو امر کړی دی
د امنیت شورا د ولسي خلکو او افغان ځواکونو د خوندیتوب لپاره د بریدونو د زیاتولو امر کړی دی

په فراه او غزني د لسګونو افغان امنیتي ځواکونو تر وژل کېدو وروسته، کابل افغان ځواکونو ته امر کړی دی چې پر طالبانو بریدونه زیات کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په دې باور ده چې ښايي د بریدونو په زیاتولو سره ولسي تلفات کم شي.

د دغې شورا په اعلامیې کې ویل شوي دي "د ملي امنیت شورا دفتر له اړوندو ارګانونو غوښتي چې د خلکو د ژوند خوندیتوب او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو د کموالي په موخه ټول هېواد کې پر دښمن خپلو بریدونو ته زور ورکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر۱۵ په فراه کې د طالبانو په یو برید کې ۳۴ افغان پولیس ووژل شول. تر دې مخکې په غزني او ارزګان کې هم په جګړه کې طالبانو لسګونه افغان ځواکونه وژلي وو.

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ (نومبر۱۲) وویل چې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په جګړو کې څه باندې ۲۸۵۰۰ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي دي. دا لومړی ځل و چې ولسمشر غني د افغان ځواکونو د تلفاتو شمېرې اعلان کړې.

د امنیت شورا د اسې مهال د ولسي افغانانو د خوندیتوب لپاره د بریدونو د زیاتولو امر کوي چې یوناما وايي د ۲۰۱۸ کال په لومړنیو نهو میاشتو کې په روانو جګړو ۲۷۹۸ ملکیان وژل شوي او ۵۲۵۲ نور ژوبل شوي دي.

پر طالبانو د بریدونو د زیاتولو امر داسې مهال ورکول کیږي چې افغان حکومت، امریکا او روسیې له طالبانو سره د سولې هلې ځلې چټکې کړي دي.

XS
SM
MD
LG