د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په بدخشان کې د لاجوردو د معدن د نیولو جنګ پيل کړی


د بدخشان امنیه قومندان وايي په دغو بریدونو کې یې لسګونه وسله وال وژلي دي
د بدخشان امنیه قومندان وايي په دغو بریدونو کې یې لسګونه وسله وال وژلي دي

په بدخشان کې پولیس وایي د کران و منجان په ولسوالیو د طالبانو په بریدونو کې ۵۲ بهرني او کورني وسله وال وژل شوي دي.

چارواکي د طالبانو د دغو بریدونو لوی هدف د کران و منجان د لاجوردو د معدن د نیولو هڅه بولي. دوه ورځې کیږي چې هلته جنګ روان و.

د بدخشان د امنیې قوماندان محمد صابر ارین وايي د یمګان ولسوالۍ له لوري وسله والو طالبانو پر کران و منجان برید کړی و او اوس یې وسله وال طالبان بیرته په شا کړي دي.

هغه وویل "د هوايي بریدونو په نتیجه کې ۲۸ وسله وال طالبان ووژل شول، په همدې خاطر چې زیات تلفات یې درلوده له سیمې ووتل."

د بدخشان د امنیې قوماندان ارین زیاتوي چې وسله والو طالبانو په دویمه ورځ بیا له نورو اړخونو پر کران و منجان بریدونه وکړل. هغه وايي "وسله والو طالبانو په دویمه ورځ بیا حمله وکړه چې په جګړه کې ۱۰ خارجي اتباع او ۱۴ د سیمې وسله وال طالبان ووژل شول."

نوموړی په جنګ کې د خپلو تلفاتو یادونه هم کوي او وايي "د جګړې په دویمه ورځ د کران و منجان ولسوالۍ د افراسیون امر او درې پولیس او شپږ ولسي پاڅون کوونکي ووژل شول او کله چې افغان ځواکونو پر طالبانو برید وکړ په جګړه کې یو بل پولیس او څلور نور ولسي پاڅون کوونکي هم ووژل شول."

په بدخشان کې وسله والو طالبانو په هغو ولسوالیو کې جګړې پیل کړې چې معدنونه یې په "غیرقانوني ډول" استخراجیږي.

د بدخشان د پولیسو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې تقریبا ۵۰۰ وسله والو طالبانو له دوه اړخونو پر کران و منجان بریدونه کړي وو.

په بدخشان کې یمګان او وردوج هغه ولسوالۍ دي چې وسله وال طالبان په کې فعال دی او له تیرو څو کلونو راپه دیخوا د هغوي تر ولکې لاندې دي. طالبانو پر کران و منجان ولسوالیو باند د خپلو بریدونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG