د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار - هرات لار بیرته پرانیستل شوې؛ خو جګړه لا هم روانه ده


تېره شپه د میوند ولسوالۍ د بازار پر کمر بند هم بریدونه شوي دي
تېره شپه د میوند ولسوالۍ د بازار پر کمر بند هم بریدونه شوي دي

د کندهار – هرات لویه لار تر ۱۲ ساعتونو وروسته د ترافیکو پر مخ نن سهار پرانیستل شوې خو د ماینونو د ګواښ له کبله تګ راتګ پرې راکم شوی دی.

دا لار د ژړۍ او میوند ولسوالیو په بېلا بېلو سیمو کې پرون د حکومتي قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ د شدیدو جګړو له کبله تر نن سهار اپریل ۲۷ (غوایي ۷) پوري د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.

د ژړۍ ولسوال جان محمد نن سې شنبه اپرېل ۲۷ (غوايي ۷) امریکا غږ ته وويل چې د کولک دوراهي، میر اخور او حوض مدد په سیمو کې د کندهار – هرات پر لویه لار وسله والو ګڼ ماینونه ځای پر ځای کړي چې له کبله يې د څو ساعتونو لپاره لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.

هغه وويل: "حکومتي قواوو د شپې تر یوې بجې پوري په سیمه کې د وسله والو پرضد پوځي عملیات وکړه چې په ترڅ کې يې نن سهار یاده لار بیرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه کله چې زموږ قواوي د پوځي عملیاتو له سیمو څخه خپلو مرکزونو ته ستنې شوې وسله والو د لارې پر سر د ماینونو د ښخولو هڅي پيل کړي."

بلي خواته ځايي امنیتي مقامات وايي چې وسله والو د میوند ولسوالۍ د سقوط لپاره جګړه پیل کړې او تېره شپه د ولسوالۍ د بازار پر کمر بند هم بریدونه شوي دي.

د میوند یو لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې د تیري شپې په جګړه کې د میوند امنیه قوماندان سمونیار حاجي لالا هم ټپي شوي او جګړه د ولسوالۍ د مرکز تر کمربند پوري رسیدلې.

سرچینې وويل چې له همدې کبله د کندهار – هرات د لويې لارې پر سر د وسله والو طالبانو حضور زیات شوی او لار هم کله پرانیستې او کله د ترافیکو پرمخ تړلې وي.

په ورته وخت کې په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګروال یحی علوي امریکا غږ ته وويل چې افغان ګډ ځواکونو د کندهار په بېلا بېلو سیمو کې د وسله والو پر ضد پوځي عملیات تر سره کړي.

هغه وويل: " افغان هوايي قواوو په میوند، ژړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې د وسله والو پر مرکزونو له تیري ورځي راهیسې هوايي بریدونه کړي چې په ترڅ کې يې ۴۷ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۰ تنه نور يې ژوبل شوي."

په کندهار کې جګړو یو ځل بیا زور اخیستی او دا مهال د دې ولایت په لوېدیځ کې د ژړۍ، میوند او پنجوايي، په شمال کې د شاه ولیکوټ او په جنوب ختیځ کې د ارغستان ولسوالۍ د جګړو مرکزي سیمي بلل کیږي.

تر اوسه خپله وسله والو طالبانو د کندهار د وروستیو امنيتي پېښو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG