د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو کندهار کې د دهلې بند لوی پل په بمونو الوځولی ـ چارواکي


په بمونو د دهلې بند د لوي پل نړیده او د بند امنیت ته اندېښنې
په بمونو د دهلې بند د لوي پل نړیده او د بند امنیت ته اندېښنې

د کندهار امنیتي مقامات او ځايي اوسیدونکي وايي چې وسله والو طالبانو تیره شپه د دغه ولایت په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د دهلې بند لوی پل په ماینونو لمنځه وړی او یاد بند لویه برخه د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

ځايي مقامات زیاتوي چې د نوموړي پل په لمنځه تلو سره د دهلې بند ته غځيدلې لار په بشپړه توګه قطع شوې.

د کندهار د د امنیت امر سمونیار غورځنګ افریدي نن دوشنبه اپرېل ۲۶ (غويي ۶) امریکا غږ ته وويل چې وسله والو تېره شپه د دهلې بند لوی پل په بمونو لمنځه وړی.

ده زیاته کړه: "وسله والو د پارچاوو لوی پل چې بند ته يې ځمکنۍ لار نښلوله په ماینونو لمنځه وړی."

بلي خواته د شاه ولیکوټ ولسوالۍ یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې وسله وال تر دوو اونیو جګړې وروسته د دهلې بند ته رسیدلي او بند ته تلونکې لار يې بنده کړې.

سرچیني وویل چې وسله وال د بند په جنوبي او غربي برخو کې لیدل کیږي او ادعا يې وکړه چي د وسله والو په منځ کې هغه بهرني اتباع چې د ماینونو ماهرین دي هم موجود دي چې د بند امنیت ته لوی ګواښ پېښوي.

منبع وويل: "د دهلې بند امنیت ته تر بل هر وخت اوس لوی خطر موجود دی د بند لار په بشپړه توګه قطع شوې موږ څو ځله د ولایتي ادارې د پاملرنې غوښتنه وکړه خو چا پر وخت اقدام ونکړ اوس که بند ته هر ګواښ پېښ شي مسئولیت يې د ولایتي نظامي مسئولینو په غاړه دی."

د دهلې بند په افغانستان کې تر کجکې وروسته دوهم لوی بند بلل کیږي چي د اوبو د يوې ستري منبع په توګه هم پيژندل کیږي.

د دهلې بند د کندهار د زراعت، اقتصاد او څښاک د اوبو لپاره حیاتي ارزښت لري چې د دې ولایت د اوو ولسوالیو کرهڼه پرې ولاړه ده.

نوموړی بند د کندهار په شمال ۴۵ کیلو میترۍ کې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې موقعیت لري چي اوس يې حکومت د بیارغونې یوه لويه پروژه هم تر لاس لاندي لري.

تر دې یوه میاشت مخکې د دهلې بند په ګاونډ کې د ارغنداب پر سیند هم دلوی پلونه په ماینونو تخریب شوي.

خپله وسله والو طالبانو د دهلې بند د امنیتي پېښو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG