د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار – هرات د لويې لارې د تصفيې عملیات پيل شوي ـ چارواکي


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

افغان چارواکی وایي، ګډو افغان امنیتي قواوو د کندهار – هرات د لويې لارې د تصفيې عملیات پيل کړي.

یاده لار له تیرو دری ورځو راهیسې د کندهار په لوېدیځ کې د ژړۍ په حوض مدد او د میوند ولسوالیو په اړوند سیمو کې د وسله والو طالبانو له لوري د ترافیکو پر مخ تړل شوې.

خو د عامو ترافیکو پر مخ د عمومي ډامبر لارې له تړل کیدو سره، سره د کندهار – هرات د لويې لارې مسافر وړونکي بسان په خامه لار کې تګ راتګ لري.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي نن دوشنبه مارچ اتمه (کب ۱۸)امریکا غږ ته وويل چې د یادې لارې د خلاصون په موخه ګډو افغان ځواکونو چاڼيز عملیات پيل کړي.

ده زیاته کړه چې له پرون ورځې راهیسې په یادو عملیاتو کې ۲۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، خو لار لاهم د ماینونو د شتون او جګړې له کبله د عامو ترافیکو پر مخ نده پرانيستل شوې.

نوموړي وويل: "درې ورځې مخکې لومړی درجه شهرا د ژړۍ او میوند ولسوالیو په اړوند سیمو کې د وسله والو طالبانو له لوري د ترافیکو پرمخ تړل شوې چې له پرون ورځې راهیسې يې زموږ د ګډو قواوو له لوري د تصفيې عملیات پيل شوي تیره شپه او نن سهار په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور يې ټپیان دي، لار لاهم تړلې ده تر څو چې بشپړه تصفیه کیږي ممکن څه نور وخت هم وغواړي."

که څه هم امنیتي مقامات د پوليسو د مرګ ژوبلي په اړه څه نه وايي، خو یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې تیره شپه د کولک او څولغي په سیمه کې د وسله والو په یوه برید کې ۱۰ پوليس وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي.

دا په تیر یوه لسیزه کې لومړی ځل دی چې د کندهار – هرات لویه لار د کندهار په ژړی او میوند ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو له لوري د ترافیکو پرمخ تړل کیږي.

تر دې مخکې د کندهار – لښکرګاه لویه لار چې د میوند په ولسوالۍ کې د کندهار – هرات له لوري لارې څخه جلا کیږي هم د وسله والو طالبانو د حضور له کبله د دری میاشتو لپاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه.

خپله وسله والو طالبانو د کندهار – هرات د لويې لارې د تازه جګړې په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG