د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ: د کشمیر کلکه ننګه کوو


هند کشمیر ته ورکړل شوي اختیارات لغوه کړل
هند کشمیر ته ورکړل شوي اختیارات لغوه کړل

د پاکستان د پوځ جنرالانو د سه شنبې په ورځ (اګست۶) وویل چې هیواد یې د کشمیریانو کلکه ننګه کوي.

هند تېره ورځ د کشمیر ځانګړي اختیارات لغوه کړل چې په غبرګون کې یې د پاکستان د پوځ لوړ پوړیو جنرالانو نن غونډه وکړه چې د هند پر دغه اقدام بحث وکړي.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د دغه هېواد د لوی درستیز جنرال باجوه له خولې ویلي دي " د پاکستان پوځ به تر وروستۍ شېبې پورې د کشمیریانو په منصفانه مبارزه کې د هغوی تر څنګ ولاړ وي."

اصف غفور په خپل ټویټر کې لیکلي دي" موږ چمتو یو چې په دغه برخه کې د خپلو مکلفیتونو د ترسره کولو لپاره، څومره چې امکان ولري، لاس په کار شو."

نوموړی وایي د پاکستان پوځ د کشمیر د مسئلې په اړه د پاکستان د حکومت د دریځ ننګه کوي. په همدې حال کې د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي دي چې غواړي دا مسئله نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي.

" موږ به په هرې غونډې کې د دغه کار پر ضد مبارزه وکړو او نړیوالې محکمې ته د دغې موضوع په انتقال باندې هم فکر کوو..."

د هند د اساسي قانون د ۳۷۰ مادې په اساس، جمو او کشمیر ته، چې اکثریت یې مسلمانان دي، ځانګړي اختیارات ورکړل شوي وو، خو هند تیره ورځ دا اختیارات لغوه کړل. له دې ورسته به په جمو او کشمیر کې د هند د نورو ایالتونو وګړي هم وکولی شي په جمو او کشمیر کې ځمکې واخلي او کورونه ولري.

کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ بیل شوی دی خو دواړه هېوادونه یې د مالکیت دعوې لري. دغو هېوادونو دوه ځلې پر کشمیر جنګونه هم کړي دي.

XS
SM
MD
LG