د لاس رسي وړ اتصالات

هند د کشمیر ځانگړي اختیارات لغو کړل


په کشمیر کې د هند او پاکستان ترمنځ د کړکیچ د زیاتیدو وروسته، نوي ډهلي د کشمیر ځانگړي اختیارونه لغو کړل.

د سختو امنیتي تدابیرو له نیولو نه څو ساعته وروسته د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه، نن دوشنبه د اگست پنځمه (زمري ١۴) د هغه هیواد پارلمان ته وویل چې جمهور رئیس یو فرمان لاس لیک کړی چې له مخې یې ٣٧٠ ماده لغو شوه. ددغې مادې په اساس کشمیر حق درلود چې خپل قوانین جوړ کړي او د بهرنیو، دفاعي او اطلاعاتي چارو نه غیر بشپړه ازادي ولري.

د هند د اساسي قانون ٣٧٠ ماده د جمو او کشمیر ایالت ته چې اکثریت وگړي یې مسلمانان دي ځانگړي اختیارونه ورکړي وو، خو له دې وروسته د هند د اساسي قانون ټولې مادې پر جمو او کشمیر ایالت باندې هم د تطبیق وړ دي.

ددې مادې په بنسټ د هند د نورو ایالتونو اوسیدونکو په جمو او کشمیر ایالت کې د جایداد د اخیستلو حق نه درلود، خو ددې مادې په لغو کیدو سره اوس ټول هندیان کولای شي په جمو او کشمیر کې جایداد واخلي او پانگونې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د هند دغه کار "سخت غندلی" دی او کشمیر یې داسې سیمه گڼلې چې په نړیواله کچه په رسمي بڼه "کړکیچنه" سیمه گڼل شوې ده.

پاکستان همداشان ویلي: "د هند د حکومت له لورې هیڅ یو اړخیز اقدام نشي کولای د منازعې وړ وضعیت بدل کړي، هغه وضعیت چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په پریکړو کې ثبت شوی دی".

د هند په اساسي قانون کې د جمو او کشمیر د ځانگړو واکونو لغو کول د هند په پارلمان کې د حکومت د مخالفو گوندونو او د هند تر کنترول لاندې کشمیري سیاستوالو سخت غبرگون راپارولی دی او تمه ده چې د نوي ډهلي دغه اقدام په کشمیر کې نویو تاوتریخوالیو ته لمن ووهي.

کشمیر، د هند او پاکستان ترمنځ ویشل شوی دی، خو دواړه هیوادونه یې د ملکیت ادعا کوي. دغو دواړو هیوادونو تر اوسه دوه ځلې د کشمیر پر سر سره جگړې کړې دي.

XS
SM
MD
LG