په قرغیزستان کې چارواکي وايي د دغه هېواد مخکنی ولسمشر الماسبیګ اتمبایوف یې د حکومت د نسکورولو د هڅو په تور نیولی دی.
پر ښاغلي اتمبایوف همدغه راز د قتل تور هم لګول شوی دی.
پولیسو د تېرې پنجشنبې په ورځ (اګست۸) د هغه پر کور چاپه ووهله. تر دغې چاپې مخکې د نوموړي پلویانو د حکومت په ضد مظاهرې وکړې چې په کې یو پولیس ووژل شو.
د قرغیزستان دغه مخکنی ولسمشر په فساد تورن دی او حکومت غواړي چې پوښتنې او تحقیقات ترې وکړې.
داسې اندېښنې شته چې ښايي د ښاغلي اتمبایوف په نیولو سره د اوسني ولسمشر سورنبای جینبیګوف په خلاف سیاسي اختلافات زیات شي.
الماسبیګ اتمبایوف د ۲۰۱۱ څخه نیولې تر ۲۰۱۷ کال پورې د قرغیزستان ولسمشر و.