د لاس رسي وړ اتصالات

د مرکزي اسیا هیوادونه د افغانانو په مشرۍ سوله غواړي


په ارګ کې د مرکزي آسیا هیوادونو د استازو غونډه
په ارګ کې د مرکزي آسیا هیوادونو د استازو غونډه

د مرکزي آسیا هیوادونه د افغانستان د سولې، ثبات او بنسټونو د پراختیا په برخه کې پر سیمه ایزو همکاریو ټینګار کوي.

د ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان سفیرانو نن سه شنبه (اګست ۶) په کابل کې له افغان چارواکو سره په یوه ګډه غونډه کې د افغانستان د سولې د روان بهیر ننګه یې وکړه او ټینګار یې وکړ چې د سولې په برخه کې د افغان حکومت د هڅو تر شا ولاړ دي او په دې اړه ګډ دریځ لري.

د مرکزي اسیا هیوادونو چارواکي وايي چې د افغانانو په مالکیت د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

د ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان سفیرانو او چارواکو د افغانستان د مالیې له سرپرست وزیر محمد همایون قیومي سره په یوه ګډه اعلامیه کې وویل د افغانستان د سولې د روان بهیر د ملاتړ لپاره د مرکزي اسیا د هیوادونو واحد او پیاوړی دریځ ډېر مهم دی.

د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر وايي" د منځنۍ اسیا ټولو هیوادونو او افغانستان د افغانستان د سولې پر موضوع، افغانستان ته د سولې د راوړلو، د بین الافغاني مذاکراتو د ملاتړ، له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې او ټولې سیمې ته د سولې او ثبات راوړلو په اړه یې بحثونه وکړل. "

د مرکزي اسیا هیوادونو استازي وايي چې روان وضعیت د افغانستان او سیمې د سولې لپاره مهم دی او دوی د کابل په کنفرانس کې د افغان حکومت له خوا د سولې وړاندې شوی چوکاټ په رسمیت پېژني او د هغه ملاتړ کوي.

د مرکزي اسیا هیوادونه د افغانانو په مالکیت سوله غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

د چارو څیړونکي احمد شاه کټوازی وايي‌ د مرکزي اسیا هیوادونه د افغانستان سولې ته ژمن دي، او لکه پاکستان او ایران په افغانستان کې د لاسوهنې تګلاره نه لري‫.

د مرکزي اسیا هیوادونه ټینګار کوي چې د سیمې په سوله او ثبات، اقتصادي همکاریو او د زېربناوو په پراختیا کې د ټولو هېوادونو ګټې خوندې دي، دوی وايي د سیمې پرمختګ د سوداګرۍ او پانګه اچونې له دوام څخه په لاس راځي.

XS
SM
MD
LG