د لاس رسي وړ اتصالات

اماراتو د عیسی مسیح تر ټولو ګران بیه تابلو وپېره


د ابوظبۍ د فرهنګ او ګرځندوي ادارې د "سالوادور موندي" هنري اثر چې د عیسی مسیح څېره په کې انځور شوې، وپېره.

دا اثر تېره میاشت د کریستي په نړیوالې بولۍ کې پلورلو ته اېښودل شوی و او ۴۵۰ میلیون ډالره یې قیمت و. دا تر دې دمه د نړۍ تر ټولو ګران بیه هنري اثر بلل کیږي.

د پېرودونکي نوم پټ ساتل شوی و او تېره اونۍ والسټریټ ژورنال او نیویارک ټایمز په خپلو راپورونو کې وویل چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان دا هنري اثر پېرودلی دی. خو اوس د کریستي د بولۍ ادارې اعلان وکړ چې دغه اثر د ابوظبۍ فرهنګي ادارې اخیستی دی او ژر به یې وروسپاري چې په موزیم کې یې نندارې ته کېږدي.

د ایټالیا مشهور هنرمند لوناردو داوینچي څو پېړۍ مخکې دغه هنري اثر انځور کړی و. مخکې د هنر د برخې ځینو کارپوهانو شک کاوه چې دغه اثر د داوینچي کوم شاکرد کښلی دی او همدا علت و چې ډېر ارزښت یې نه و پيدا کړی.

دغه اثر شاوخوا ۵۰ کاله مخکې په لندن کې په یوې بولۍ کې په ۶۰ میلیونه ډالرو پلورل شوی و. څلور کاله مخکې یو روسي دا اثر په ۱۲۷ میلیونه ډالرو وپېره. خو د کریستي ادارې کارپوهانو تاید کړه چې دا اثر داوینچي کښلی او له همدې کبله یې قیمت نور هم لوړ شو او د نړۍ په ګران بیه هنري اثر بدل شو.

XS
SM
MD
LG