د لاس رسي وړ اتصالات

مک کین: ټرمپ باید د افغانستان د ستراتېژۍ جزئیات څرګند کړي


د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو د کمیټې رئیس سناتور جان مک کین
د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو د کمیټې رئیس سناتور جان مک کین

د متحده ایالاتو د سنا د پوځي خدمتونو د کمیټې رئیس جان مک کین وايي تر هغه چې د افغانستان په هکله د امریکا د نوې ستراتیژۍ بشپړ جزئیات ورسپارل شوي نه وي، د پنټګان د مهمو څوکیو د نوماندانو تائیدول به وځنډوي.

ښاغلي مک کین ویلي دي چې د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدمتونو کمیټه ددغې ستراتیژۍ جزئیاتو ته اړتیا لري چې له مخې یې د وسله والو ځواکونو د روزنې او تجهیز چارې سمبالې کړي.

ولسمشر دونالد ټرمپ، د اگست په میاشت کې د افغانستان او د اسیا د جنوب لپاره نوې تګلاره اعلان کړه او له هغې وروسته د امریکا د دفاع وزارت افغانستان ته د شاوخوا ۳۵۰۰ نورو سرتیرو د استولو خبر ورکړ.

ښاغلی مک کین وایي هغه څه چې په دې ستراتیژۍ کې ناڅرگند دي هغه دادي چې څنگه د قواو په شمیر لږ زیاتوالی زمونږ د بریالیتوب ضمانت کولی شي په داسې حال کې چې دا کار یو وخت ١٠٠ زرو امریکایي سرتیرو ونشو کړای.

ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شتون په زمان پورې اړه نه دی بلکه د هغوی ماموریت په سیمه او په ځانگړې توگه په افغانستان او پاکستان کې په عیني شرایطو پورې اړه لري.

ښاغلي مک کین ویلي دي چې جمهور رئیس ټرمپ باید خپل شرایط شرحه کړي او دا څرگنده کړي چې څنگه غواړي طالبان چې د افغانستان د جگړې عمده برخه ده سولې او سیاسي مشارکت ته اړ کړي.

ښاغلي مک کین دا هم ویلي دي چې د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما د حکومت پر وخت د مهمو دفاعي چارو په اړه معلومات د اوسني حکومت په پرتله ښه وو.

د هغه جدول له مخې چې د امریکا د سنا مجلس په ویبپاڼه کې خپور شوی، د امریکا د دفاع وزارت د مرستیالانو او لوړپوړو مشاورینو په گډون د ۱۷ مهمو لوړپوړو پوستونو نوماندان د سنا مجلس تائید ته انتظار باسي.

XS
SM
MD
LG