د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزیر: په نوې ستراتیژۍ سره په افغانستان کې بریالي کیږو


د امریکا د دفاع وزیر او لوی درستیز د امریکا د کانگرس غړو ته د افغانستان د جگړې په هکله معلومات ورکړل
د امریکا د دفاع وزیر او لوی درستیز د امریکا د کانگرس غړو ته د افغانستان د جگړې په هکله معلومات ورکړل

د امریکا د متحده ایالاتو لوړپوړي مقامات په دې ټینگار کوي چې د افغانستان او د اسیا د جنوب په هکله د امریکا نوې ستراتیژي په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پوځي ماموریت د بریالیتوب سبب کیدای شي.

د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس او د امریکا د وسله وال عمومي لوی درستیز جوزوف دنفورد د سه شنبې په ورځ د امریکا د کانگرس غړو ته وویل چې د افغانستان او جنوبي اسیا په هکله د امریکا نوې ستراتیژي په سیمه کې د امریکا د پوځي ماموریت د بریالیتوب تضمین کولای شي.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د ١٦ کلنۍ جگړې په اړه دمخه د امریکایي پوځي او ملکي چارواکو نظر دا و چې جگړه په ټپه ولاړه ده او باید نور سرتیري افغانستان ته واستول شي.

ښاغلي متیس وویل همدا اوس په افغانستان کې د بریالیتوب شاهد یو، هغه وویل "په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې ملکي مرگ ژوبله کمه شوې ده ... د طالبانو د حملو په ځانگړې توگه د تعرضي حملو توان راکم شوی... او د افغان وسله وال پوځ عملیاتي قوت لوړ شوی دی".

د اسیا د جنوب په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د پالیسۍ یوه برخه پر پاکستان پورې مربوطه ده او جمهور رئیس دونالد ټرمپ هم خبرداری ورکړی دی چې اسلام آباد باید د ترهگرۍ سره د مبارزې په صف کې ودریږي او ترهگرو ته د پناه ورکولو او د هغوی له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د امریکا د کانگرس د سنا مجلس د دفاعي خدماتو د کمیټې رئیس جان مک‌کین، وویل "د حقاني شبکې په دقیق ادرس پوهیږو، خو ددې شبکې د ځالو د نابودولو د پرمختگ شاهد نه وو".

د پاکستان په اړه د ښاغلي ټرمپ د حکومت د چلند په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي متیس وویل چې په راتلونکو اونیو کې د اسلام آباد او واشنگټن ترمنځ د "نویو اړیکو" د ټینگولو لپاره خبرې پیل کیږي، خو په دې هکله یې نور جزییات ورنکړل.

افغان مقاماتو هم پاکستان د حقاني شبکې او افغان طالبانو په څیر ډلو نه په ملاتړ تورنوي. د مقاماتو په اند دا ډلې په پاکستان کې په خپلو امنو پناه ځایونو کې حملې طرحه کوي او په افغانستان کې یې د افغان او امریکایي قواو پر ضد عملي کوي.

د امریکا د دفاع وزیر او لوی درستیز په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینگولو لپاره د امریکا تر څنگ سیمه ییز، په ځانگړې توگه د پاکستان، هند او چین ملاتړ ضروري گڼي او ټینگار کوي چې د امریکا د متحده ایالاتو نوې ستراتیژي د داسې یوې اجماع لپاره لازم وسایل برابر کړي دي.

XS
SM
MD
LG