د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د جنايي جرمونو د مخنیوي عملیات؛ ۱۸ تنه نیول شوي


Kabul Police
Kabul Police

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې پولیسو د جنوري په اتمه (مرغومي ۱۸مه) په کابل کې د جنايي جرمونو د مخنیوي لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیالې مروه امیني امریکا غږ ته وویل، دا عملیات له تېرې شپې راهیسې د کابل په مختلفو حوزو کې پیل شوي، چې تر اوسه په کې ۱۸ تنه د وسلو د انتقال او لنډغرۍ په تور نیول شوي دي.

هغې زیاته کړه: "دا (عملیات) به تر هغې دوام وکړي، چې د خلکو شکایتونه کم شي او دغه مجرمین، دغه چپاولګران او لنډغران چې ګرځي دوی ټول ونیول شي".

د آغلې امیني پر وینا په دغو عملیاتو کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي هم ګډون درلود او د پولیسو له اقداماتو څخه یې څارنه کوله.

د کورنیو چارو وزارت دا عملیات وروسته له هغې پیل کړي، چې په دې وروستیو کې د کابل ښار د مختلفو سیمو په لارو او کوڅو کې د وسله‌والو غلاو، شوکو او د خلکو د ځورونې په تړاو شکایتونه زیات شوي وو.

آغلې امیني زیاته کړه، چې په روانه میاشت کې پولیسو ۱۹۳ کسان د مختلفو جرمونو په تور نیولي او عدلي ارګانونو ته یې معرفي کړي دي.

هغې دغه راز وویل، چې له دغو کسانو څخه لسګونه میله وسلې او چړې هم ضبط شوي دي.

XS
SM
MD
LG