د لاس رسي وړ اتصالات

غني د کابل پولیسو ته درې میاشت وخت ورکړ چې ځان ثابت کړي


ولسمشر غني وايي د کابل پولیسو له فعالیت څخه خوښ نه دی
ولسمشر غني وايي د کابل پولیسو له فعالیت څخه خوښ نه دی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پولیسو ته درې میاشتې مهلت ورکړی دی چې د امنیت په تامینولو او فساد ضد مبارزې کې ځانونه ثابت کړي.

ارګ وايي د یکشنبې په شپه (نومبر۲۴) د کابل ښار د درېیم امنیتي زون د فعالیتونو د ارزولو غونډه جوړې کړې وه چې د کورنیو چارو وزارت لوړ پوړیو چارواکو او امنیتي مسولینو په کې برخه لرله.

ښاغلي غني له پولیسو وغوښتل چې د نشه یي توکو د قاچاقبرانو، جرمي شبکو او قانون ماتونکو پر وړاندې دې جدي اقدامات وکړي.

د ارګ په اعلامیې کې د ولسمشر غني له خولې ویل شوي: "زه او خلک د کابل پولیسو له کړنو خوښ نه یوو او تاسو تر اوسه نه یی توانېدلي چې د خلکو امنیتي ستونزې او د جرمونو کچه راکمه او د قناعت وړ پایلې ترلاسه کړئ."

اعلامیه وايي چې ولسمشر غني "د کابل پولیسو ته درې میاشتې وخت ورکړ چې د غوره امنیت تامین، فساد ضد مبارزې او اصلاحاتو په برخه کې ځان ثابت کړي."

ښاغلي غني نه دي ویلي که په دریو میاشتو کې پولیس په دغو برخو کې "ځانونه ثابت" نکړي، بیا به څه کیږي؟

کابل ښار د نړۍ په هغو پلازمینو کې راځي چې نفوس یې ورځ تر بلې زیاتیږي. په دغه ښار کې د ترهګریزو بریدونو تر څنګ لویې او وړې جنایي پېښې هم زیاتې دي.

XS
SM
MD
LG