د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښار کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي


د کابل د امنیه قومندانۍ پولیس وايي، ناڅرګندو وسله والو تېره شپه د کابل ښار په دریمه امنیتي حوزه کې د یوې کورنۍ اوه غړي وژلي دي.

پولیس چارواکي وايي، چې یاد کسان تېره شپه دوې بجې د کابل ښار په کارته سخي سیمه کې پخپل کور کې وژل شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د دوشنبې په ورځ د «غبرګولې پر ۶مه» امریکا غږ ته وویل، چې د دوی د څېړنو له‌مخې دغه پېښه د شخصي دښمنې له امله رامنځته شوې ده.

هغه وویل:"زموږ د څېړنو له‌مخې مخکې دغه کورنۍ له یو شخص سره د ځمکې پر سر دعوه لرل، په تعداد د ۷ تنه وژل شوي چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي."

نوموړي امریکا غږ ته وویل، چې د پېښې عاملین تښتېدلي،خو زیاته یې کړه چې پولیسو یې د پېژندلو او نیولو هڅې پيل کړي دي.

په کابل کې پر داسې مهال د یوې کورنۍ د ۷ غړو د وژل کېدو راپور ورکول کېږي چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې وسله والې غلاوې، له خلکو د موټرونو، موبایلونو او پیسو اخیستل او د ماشومانو د اختطاف پېښې زیاتې شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز امریکا غږ ته وویل، چې د ثور میاشتې راپدېخوا تر دا مهاله د کابل ښار ۲۱ تنه اوسېدونکي د جنايي پېښو له امله وژل شوي دي.

پولیس چارواکي وايي، چې دوی د یادو پېښو د عاملینو د نیولو لپاره جدي اراده لري او زیاتوي چې تر دا مهاله یې د مجرمینو د یو لوی بانډ د مشر عنایت قچي په ګډون ګڼ شمېر مجرمین وژلي او یا هم نیولي چې ورسره جنايي پېښې هم کمې شوي دي.

خو کابل ښاریان وايي، چې له جنایي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې یاد اقدمات بسنه نه کوي بلکي پولیس چارواکي، باید په دې اړه جدي اقدمات وکړي.

پخوانۍ خبریاله مینه منګل، مولوي سیمع الله ریحان او مولوي شبیر احمد کاموي هغه کسان دي چې په روانه روژه میاشت کې په کابل ښار کې په وسله والو بریدونو او ماین چاودنه کې ووژل شول.

کابل کې د جمعې لمانځه پرمهال چاودنې مولوي ریحان وژلی

ناڅرګندو وسله والو کابل کې پخوانۍ خبریاله مینه منګل وژلې

په کابل ښار کې د تاوتریخوالې په یوې بلې تازه پېښه کې نن دوشنبه په دریمه امنیتي حوزه کې د حج او اوقافو وزارت د مامورینو د عملې پر موټر چاودنه کې لس تنه ټپيان شوي دي.​

د یادونې وړ ده چې تېر کال هم په ورته یوه پېښه کې د کابل ښار په تایمني سیمه کې د شخصي دښمنۍ له امله د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي و.

XS
SM
MD
LG