د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د مسکو په غونډه کې د امریکا په نه گډون 'افسوس' کړی


د روسیې د مسکو د سولې په کنفرانس کې د امریکا د متحده ایالاتو په نه گډون افسوس کړی دی. دا غونډه د همدې کال د سپټمبر د میاشتې په څلورمې نیتې جوړیږي.

د امریکا متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ (اگست ٢٢) د مسکو په غونډه کې د روسیې بلنه رد کړه او ادعا یې وکړه چې د مسکو غونډه چې روسیه یې مشري کوي په افغانستان کې د سولې د ټینگیدو سره مرسته نه کوي.

په کابل کې د روسیې سفارت په یوه اعلامیه کې ټینگار کړی چې متحده ایالاتو پدې کنفرانس کې گډون کول پدې خاطر رد کړي چې گواکې دا غونډه د افغانانو له لورې تنظیم شوې نده.

پدې اعلامیه کې ټینگار شوی دی چې د مسکو غونډه د افغانستان او روسیې په گډ ریاست جوړیږي او اعا شوې ده چې متحده ایالات یواځې په هغو غونډو کې گډون کوي چې مشري یې په غاړه ولري او د واشنگټن په گټه وي.

ټاکل شوې وه چې د مسکو په کوربه توب پدې غونډه کې د افغانستان د حکومت، د امریکا د متحده ایالاتو، د افغانستان د گاونډیانو او طالبانو استازي گډون وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د وږې یا سنبلې په لومړۍ نیټه په یوې اعلامیې کې د افغانستان د سولې په بهر کې د روسیې د هڅو نه مننه کړې، خو ویلي یې دي چې پدې غونډه کې د طالبانو د استازو گډون "غیر ضروري" دی، ځکه ددې وزارت د مقاماتو په وینا د طالبانو ډله "د مستقیمو مذاکراتو لپاره نړیوالو او سیمه ییزو منل شویو اوصولو ته" درناوی ندی کړی، په همدې دلیل د افغانستان د حکومت استازي د مسکو په غونډه کې گډون نه کوي.

خو په کابل کې د روسیې سفارت په ځانگړې توگه اعلان کړی چې د افغانستان استازو ویلي دي چې یواځې په هغه صورت کې د مسکو په غونډه کې گډون کوي چې طالبان ددې غونډه په څنډه کې د افغانستان د استازو سره د مستقیمو خبرو لپاره تیار اوسي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې د هغو هیوادونو څخه چې پر طالبانو باندې نفوذ لري غوښتي دي چې د خپل نفوذ نه استفادې طالبان د افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته وهڅوي.

طالبانو تل د امریکا سره په مستقیمو خبرو ټینگار کړی، خو واشنگټن په "بین الافغاني" خبرو باندې په ټینگار سره ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې د بهیر سره مرسته کوي او په هغه کې به گډون وکړي.

XS
SM
MD
LG