د لاس رسي وړ اتصالات

کابلوف: روسیه له افغانستان بخښنه نه غواړي


ضمیر کابلوف
ضمیر کابلوف

یو لوړپوړي روسي چارواکي ضمیر کابلوف ویلي چې هیواد یې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د مداخلې په وجه بخښنه نه غواړي.

د اسیا په پراختیايي چارو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ضمیر کابلوف ویلي چې روسیه به له افغانستان څخه بخښنه ونه غواړي.

د ښاغلي کابلوف دغه څرگندونې وروسته له هغې خپرې شوې چې روسي رسنیو د چهارشنبې په ورځ (جولاۍ۱۸) په مسکو کې د افغانستان د سفیر عبدالقیوم کوچي په حواله راپور ورکړ چې وایي افغانان غواړي روسیه دې د شوروي اتحاد د "تېروتنو، په ۱۹۷۹ کال کې د کمونیست حکومت د رسمیت پېژندلو او افغانستان کې د پوځي عملیاتو د پيلولو له کبله بخښنې وغواړي."

خو ښاغلي کابلوف ویلي چې دغې غوښتنې دوي هک-پک کړي. هغه ادعا کړې ده چې ګواکي په ۱۹۸۰ لسیزې کې د هغه مهال افغان حکومت، له پخواني شوروي اتحاد سره عادي اړیکې لرلې.

پخواني شوروي اتحاد په ۱۹۷۹ میلادي کال کې زرګونه سرتیري افغانستان ته ولیږل چې د شاوخوا لس کاله په خونړۍ جګړې کې ښکیل پاتي شول. د راپورنو له مخې، پدغو جګړو کې تر یو میلیون ډیر افغانان ووژل شول او په میلیونونو نور په جسمي او مالي توګه زیانمن شول.

پدې ترڅ کې په مسکو کې د افغانستان د سفارت لومړی سکرتر او د سیاسي څانگې مسؤل امان سالار، د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل "هغه څه چې د افغانستان سفیر عبدالقیوم کوچي د روسیې د لیبرال دموکرات گوند د مشر ولادیمیر ژیرینوفسکي سره په کتنه کې پرې بحث کړی د هغه شخصي نظر دی".

ښاغلي سالار د روسیې د لیبرال دموکرات گوند د مشر ولادیمیر ژیرینوفسکي له خولې وویل چې "هغه هم په یو ډول ومنل چې {په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پوځي مداخله} اشتباه وه"، خو ویلي یې دي چې هغه پداسې موقف کې نه دی چې پدې ډول مسایلو تبصره وکړي.

کابلوف چې د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسیا د ډیپارتمنت د رئیس په توگه هم کار کوي په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پوځي اقدام ته په اشارې ویلي دي چې "د شوروي حکومت په افغانستان کې نوې رهبري خلق او پرچم یا د خلک دموکراتیک گوند} په رسمیت وپیژاند او ورسره یې عادي اړیکې پیل کړې. ځواکونه وروسته هلته {افغانستان} ته د هغه هیواد د رهبرۍ پر ضد اقداماتو په دلیل واستول شول. دا څرگندونې {چې د افغانستان حکومت د بخښنې غوښتلو توقع لري} له تعجب او هک-پک کیدو پرته بل څه نه زیږوي."

XS
SM
MD
LG