د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان د قضیې یو اړخ دی، طالبانو سره دې وغږیږي- روبین


د نیویارک په پوهنتون کې د نړیوالو همکاریو د مرکز مشر بارنت روبین
د نیویارک په پوهنتون کې د نړیوالو همکاریو د مرکز مشر بارنت روبین

بارنت روبین امریکا غږ ته وویل چې د امریکا متحده ایالاتو مخکې هم له طالبانو سره تماسونه نیولي وو چې کومه نتیجه یې ورنکړه.

د نیویارک په پوهنتون کې د نړیوالو همکاریو د مرکز مشر بارنت روبین وايي چې قطر کې له طالب استازو سره د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیالې وزیرې د لیدو کاتو په اړه راپورونه او نورې هلې ځلې د افغانستان د ستونزې د سیاسي حل په برخه کې د امریکا جدیت ښکاره کوي.

ښاغلي روبین وویل چې امریکا د افغانستان د قضیې یو اړخ دی او باید له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي. هغه وویل چې پر طالب مشرانو د بندیزونو لېرې کول او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل هغه مسایل دي چې افغان حکومت یې په اړه پرېکړه نشي کولی او باید امریکا د دغو مذاکراتو برخه وي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیر الیس ویلز په قطر کې له طالب استازو سره پر افغان سولې خبرې کړي دي.

خو ښاغلی روبین وايي چې لا وختې ده په دې اړه قضاوت وشي. هغه وویل کله یې چې د امریکا د ځانګړي استازي د مشاور په تورګه کار کاوه – د ۲۰۰۹ کال د اپریل نه نیولې د ۲۰۱۳ کال تر اکتوبر پورې- هم له طالبانو سره تماسونه نیولي وو خو کومه نتیجه یې ورنکړه.

نوموړي وویل چې امریکايي چارواکي د افغانستان د برخلیک په اړه له طالبانو سره خبرې نکوي، بلکې دوی به له امریکا سره پر هغو تړلیو مسایلو، چې د سولې له بهیر سره مرسته کوي، خبرې کوي.

د پاکستان نوی حکومت او افغانستان

دغه امریکايي کارپوه او پخواني ډیپلومات د افغانستان په اړه د پاکستان د احتمالي صدراعظم عمران خان د تازه څرګندونو په اړه وویل"عمران خان فکر کوي چې د هېواد صدارت یې هم د کرکټ د لوبډلې غوندې دی چې لوبغاړو ته وظیفه ورکړي او هغوی یې وکړي. حکومتداري داسې نه ده."

عمران خان د پنجشنبې په ورځ (جولاۍ ۲۶)د پاکستان ولس ته په خطاب کې وویل چې د پاکستان ثبات د افغانستان له سولې سره تړلی دی او هیله یې وښوده چې له افغانستان سره همکاري وکړي او سرحدي محدودیتونه لېرې شي.

ښاغلی روبین وویل چې نه ایران او نه هم روسیه غواړي چې بېرته طالبان واکمن شي، خو هغوی فکر کوي چې امریکا له افغانستان څخه وځي او طالبان بېرته راتلونکي دي، نو ځکه هڅه کوي چې د ښاغلي روبین په خبره د پاکستان په څېر د دغو ډلو په منځ نفوذ ولري.

بارنت روبین تازه کابل ته تللی و، هغه په افغانستان کې د سولې ځنیې ولسي حرکتونو ته په اشارې وویل سره له دې چې افغانان د خپلې راتلونکې په اړه خوشبین نه دي، خو په خپله لاس په کار شوي دي.

له ښاغلي روبین سره پوره مرکه د شنبې په شپه پر اشنا تلویزون لیدلی شي، چې د افغانستان پر ملي تلویزون د ماښام له شپږو تر اوو بجو خپریږي.

XS
SM
MD
LG