د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: د ناټو مشر د وروستیو تحولاتو له امله کابل ته خپل سفر ځنډولی


د ناټو مشر ینس ستولتنبرګ
د ناټو مشر ینس ستولتنبرګ

د ناټو سکرټر جنرال ینس ستولتنبرګ د افغانستان له جمهور رئیس محمداشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې کابل ته خپل سفر ځنډولی دی.

ارګ په یو بیان کې، چې د چهارشنبې په ورځ د جنوري په اتمه (مرغومي ۱۸مه) خپور شوی ویلي، ښاغلي ستولتنبرګ په سیمه کې د رامنځته شویو پېښو د مدیریت لپاره، کابل ته خپل سفر ځنډولی دی.

په بیان کې راغلي: "د ناټو سازمان سکرتر جنرال کابل ته د نوموړي د پلان شوي سفر د ځنډ له امله له جمهوررئیس غني څخه معذرت وغوښت".

ښاغلي ستولتنبرګ ویلي، چې په یو بل مناسب وخت کې به کابل ته سفر وکړي.

ټاکل شوې وه، چې د ناټو سکرتر جنرال په یو پلان شوي سفر کې د چهارشنبې په ورځ کابل ته راشي.

ارګ ویلي چې دواړه خواوې به کابل ته د ناټو سازمان د سکرتر جنرال د راتګ پرمهال، د افغانستان او ناټو سازمان ترمنځ د ستراتیژیکو او هراړخیزو مسایلو په اړه تفصیلي بحثونه وکړي.

همدا شان د ارګ په بیان کې راغلي، چې په دې ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د دوامدارې همکارۍ د ژمنتیا، د سولې پروسې د ملاتړ او د تروریزم د ځالو د له منځه وړلو په اړه هم خبرې کړې دي.

دواړو خواو ټینګار کړی، چې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو د ستونزې له حل پرته په سیمه او افغانستان کې تلپاتې امنیت او ثبات نشي راتلی.

کابل ته د ناټو د سکرټر جنرال سفر په داسې حال کې ځنډېدلی، چې د ایران د سپاه پاسداران د جیګپوري قوماندان قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې د بل هر وخت په پرتله ترینګلي حالت کې دي.

افغان حکومت دواړو خواو ته ډاډ ورکړی، چې هیچا ته به د بل هیواد پر ضد د افغانستان له خاورې څخه د استفادې اجازه ورنکړي.

XS
SM
MD
LG