د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د عمران خان پر ضد مظاهرې


مظاهره کوونکو د عمران خان د استعفی غوښتنه وکړه
مظاهره کوونکو د عمران خان د استعفی غوښتنه وکړه

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د حکومت د مخالفو ګوندونو زرګونو پلویانو مظاهرې کړي او د صدراعظم عمران خان د لېرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

مظاهره کوونکو په خپلو شعارونو کې عمران خان د پاکستان د اقتصادي ستونزو اصلي لامل وباله. دا مظاهرې د پاکستان د پارلماني انتخاباتو د نتایجو له اعلان څخه ټیک یو کال وروسته کیږي چې دغه ټاکنې د عمران خان ګوند ګټلې وې.

خو اعتراض کوونکي هغه ورځ یوه "توره ورځ " بولي.

شاوخوا لس زره کسانو د پنجشنبې په ورځ (جولاۍ۲۵) په پېښور کې مظاهره وکړه او ټاکل شوې چې د پاکستان په نورو ښارونو کې هم د عمران خان پر ضد مظاهرې وشي.

د حکومت ضد مخالف ګوندونه ادعا کوي چې د پاکستان پوځ د عمران خان په ګټه په ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده خو ښاغلی عمران خان دا ادعا نه مني. دا مظاهرې داسې مهال کیږي چې شاوخوا دوې اونۍ مخکې یو شمېر سوداګرو د لوړو مالیاتو پر ضد اعتصاب کړی و.

په تېرو ټاکنو کې له فساد سره مبارزه او د پاکستان د اقتصاد قوي کول د عمران خان شعارونه وو. هغه واک ته له رسېدو وروسته د پخوانیو حکومتونو ځینې لوړ پوړي چارواکي د فساد په تور بندیان کړل. عمران خان وايي د پاکستان اوسنی بد اقتصادي وضعیت د تېرو حکومتونو میراث دی.

XS
SM
MD
LG