د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان پر خپل هوايي حریم بندیز نور هم وغځوه


د پاکستان د هوانوردۍ ادارې یو چارواکی وايي چې د دغه هېواد د هوايي حریم پر ځینو برخو لګول شوي بندیزونه به د روانې میاشتې (مۍ) تر اخره وي.

د پاکستان او هند ترمنځ د وروستي پوځي کړکیچ وروسته اسلام اباد پر خپل هوايي حریم نړیوال پروازونه بند کړل. خو د کړکیچ له کمېدو وروسته یې دا بندیزونه تر ډېره لېرې کړل او یوازې یې د پاکستان له لارې هند ته تلونکي پروازونو باندې بندیز پر خپل ځاې پریښود.

د پاکستان د هوانوردۍ ادارې یو ویاند مصطفی بیګ رویټرز خبري اژانس ته وویل " زموږ له هوايي حریم څخه د ګټې اخیستلو د بندیز مسئله به د مۍ تر ۳۰ په خپل حال وي او له دې وروسته به دغه مسئله بیا څېړل کیږي." هغه ونه ویل چې پاکستان ولې دا بندیز وغځولو.

دغه کار یو شمېر نړیوالو هوايي شرکتونو ته چې د پاکستان له لارې سویلي اسیا ته پروازونه لري، ستونزې جوړې کړي دي. دا الوتکې اوس له اوږدې لارې هند او د جنوبي اسیا نورو هېوادونه ته ځي.

هند ته د افغانستان پروازونه هم له دې کبله له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي، د ټکټونو قیمتونه لوړ شوي او دا سفر هم اوږد شوی دی.

ډېر افغانان د درملنې او سیاحت لپاره هند ته ځي او په دې ورستیو کلونو کې هند ته د افغانانو تګ راتګ خورا زیات شوی دی. دا مهال له کابل نه هند ته یو شمېر هوايي الوتکې د اونۍ څو پروازونه لري.

XS
SM
MD
LG