د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان پر خپل هوايي حریم نړیوال پروازونه بند کړل


د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې خرابې شوي
د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې خرابې شوي

په بروګسل کې د یورو کنترول اداره، چې د ۴۱ دولتونو هوايي پروازونه تنظیموي وايي چې پاکستان خپل پر خپل هوايي حریم نړیوال پروازونه بند کړي دي.

رویټرز اژانس وايي دا پرېکړه داسې مهال شوې چې د پاکستان او هند ترمنځ روابط خراب شوي او دواړه هېوادونه وايي چې د یو بل الوتکې یې غورځولي دي.

تېره ورځ (فبروري۲۶) هند وویل چې په پاکستان کې یې د ترهګرو یو مرکز بمبار کړی او نن پاکستان د هند د یوې الوتکې د وېشتلو او پیلوټ د ژوندي نیولو خبر ورکړی دی

د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان پروازونه بند شول

د پاکستان فضايي ادارې له خپلې فضا څخه هند ته د تېرېدونکو افغان هوايي شرکتونو د تېرېدو مخه نیولې ده.

د افغانستان د کام ایر هوايي شرکت مسؤلین وايي، چې د چهارشنبې په سهار (فبروري۲۷) د دوی یوه الوتکه چې له کابل څخه یې هند ته پرواز درلود د پاکستان فضا ته په رسېدو پاکستاني چارواکو له خپلې فضا څخه د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې.

د کام ایر شرکت مسؤل فرید پیکار د چهارشنبې په ورځ د «سلواغې پر ۲۷مه» امریکا غږ ته وویل: "الوتکې له کابل څخه پرواز کړی و، کله چې زموږ الوتکه د پاکستان فضا ته داخلېږي،پاکستان ورته ویلي چې زموږ هوايي فضا بنده ده او تاسو بېرته وګرځېږی، طیاره بېرته ګرځېدلې او راغلې ده."

نوموړي زیاته کړه چې په دغه الوتکه کې ۲۵۰ سورلۍ وې چې غوښتل یې هند ته ولاړ شي. ښاغلي پیکار زیاته کړه چې پاکستان وروسته خبر ورکړ چې تر «امر ثاني» پوري د پاکستان له فضا څخه د افغانستان هوايي ملکي پروازونه بند دي.

XS
SM
MD
LG