د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان پر طالبانو باندې د 'ډله ییز فشار' غږ کړی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف

پاکستان پر افغان طالبانو او نورو سخت دریځو باندې د ډله ییز فشار راوړولو غږ کړی چې د سولې مذاکرات پیل کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د سه شنبې په ورځ په تاشکند کې د افغانستان په اړه د سولې په کنفرانس کې وویل چې پر طالبانو باندې ډله ییز فشار ته اړتیا ده چې تاوتریخوالي ته شا کړي او د سولې پروسې سره یوځای شي.

ښاغلي اصف د افغانستان د سولې د کنفرانس د جوړیدو لپاره د ازبکستان هڅې وستایلې او په افغانستان او ټوله سیمه کې یې د سولې او ثبات لپاره پر یو سیمه ییز اقدام ټینگار وکړ.

د تاشکند په کنفرانس کې د کوربه هیواد ازبکستان او افغانستان په گډون د پاکستان، چین، روسیې، ایران او هند استازو هم گډون کړی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا وکړه چې هیواد یې تل د افغانستان د کړکیچ د سیاسي حل غوښتونکی و او دی. هغه همداشان وویل چې د سولې میز ته د طالبانو راستل او په افغانستان کې د سولې او ثبات تامین د نړیوالې ټولنې گډ مسؤلیت دی.

طالبانو تر اوسه په رسمي توگه د ولسمشر غني د سولې د قید او شرط پرته مذاکراتو وړاندیز ته رسمي ځواب ندی ویلی. دغه ډلې د اوږدې مودې راهیسې د امریکا سره په مستقیمو خبرو ټینگار کړی، خو امریکا وايي چې د سولې خبرې باید د افغان حکومت په مشرۍ وشي.

ښاغلي اصف یو ځل بیا اعلان وکړ چې د پاکستان حکومت د افغان حکومت د هغه وړاندیز ملاتړ کوي چې د " کابل پروسې" په دوهم کنفرانس کې مطرح شوی دی او غواړي چې د سولې د خبرو مشري د افغانستان حکومت وکړي.

د کابل-اسلام اباد د عمل پلان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همداشان وویل چې اسلام آباد د "افغانستان-پاکستان د عمل پلان" تر عنوان لاندې د سولې او پیوستون لپاره یو وړاندیز کړی دی چې هدف د دوه اړخیزو همکاریو د مکانیزم پرمختیا ده چې د امنیت، د ترهگرۍ پر ضد مبارزې، د سرحدونو کنترول او په پای کې افغانستان ته د افغان مهاجرینو د بیرته تگ لپاره زمینه برابروي.

پاکستاني مقاماتو پخوا هم دا ډول څرگندونې کړې دي چې د طالبانو سره د مذاکراتو له لارې د افغانستان د کړکیچ حل غواړي.

خو د افغانستان حکومت په وار وار ویلي چې پاکستان هغه څه چې وایي پرې عمل نه کوي.

دوی دا ادعا هم کوي چې د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره آی اس آی په هغه هیواد کې د میشتو ترهگرو ډلو ملاتړ کوي. افغانستان او د امریکا متحده ایالاتو په وار وار دا ادعا هم کړې چې د حقاني شبکې په گډون په پاکستان کې میشتې ترهگرۍ ډلې په افغانستان کې ترهگریز بریدونه کوي.

اسلام آباد بیا دغه ادعاوی ردوي او وایي چې دا هیواد پخپله د تروریستي بریدونو قرباني دی او د ترهگرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG