د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د کرونا ویروس له ویرې افغانستان سره د چمن دروازه تړي


د چمن دروازه
د چمن دروازه

پاکستاني چاروکي وايي په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې د شاوخوا یوې اونۍ لپاره د چمن دروازه تړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د بلوچستان چارواکو ته رسمي مکتوب استولی دی او ترې غوښتي یې دي چې د چمن دروازه وتړي.

په دغه مکتوب کې ویل شوي دي چې د چمن د دروازې د بندولو هدف دا دی چې له افغانستان څخه پاکستان ته د کرونا ویروس د ممکنه انتقال مخه ونیول شي.

د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني وویل چې دا دروزاه به سره له سبا (دوشنبه/مارچ۲) تړل کیږي.

پاکستان دا ګام له هغه وروسته اخلي چې افغان چارواکو په افغانستان کې د کرونا ځینې مشکوکې پېښې تاید کړې.

د پاکستان د عامې روغتیا د ادارې یو پلاوي د یکشنبې په ورځ (مارچ۱) د چمن په دروازه کې د مسافرو تګ راتګ او د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره هلته د برابر شویو امکاناتو او وسایلو جاج هم واخیست.

چارواکي وايي د ورځې شاوخوا ۲۰زره کسان پر دغې دروازې تګ راتګ کوي
چارواکي وايي د ورځې شاوخوا ۲۰زره کسان پر دغې دروازې تګ راتګ کوي

پلاوي ویلي دي چې د معایناتو وسایل او امکانات هلته کم دي او دا امکان شته چې له دې لارې پاکستان ته د کرونا ویروس انتقال شي. د پلاوي سپارښتنه دا وه چې "دا دروازه دې موقت وتړل شي".

ښاغلي شاهواني وویل چې د چمن په دروازې باندې د ورځې د ۱۵زره او ۲۰زره ترمنځ مسافر د تجارت او علاج لپاره بلوچستان ته تګ راتګ کوي.

تر دې مخکې ترکمنستان هم د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې له افغانستان سره خپل سرحد تړلی و.

په ایران کې په کرونا ویروس اخته لسګونه کسان مړه شول او ډېر شمېر کډوال له دغې لارې افغانستان ته تګ راتګ کوي.

د کرونا ویروس په اول ځل په چین کې وموندل شو چې سلګونه کسان یې مړه کړل.

XS
SM
MD
LG