د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۱۵تنو ته ورسېد


ایراني وګړي
ایراني وګړي

د ایران د روغتیا وزارت چارواکي وايي په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر۱۵ تنو او په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۵ تنو ته ورسېد.

د ایران د روغتیا وزارت د مطبوعاتي برخې مشر کیانوش جهانپور ویلي چې نن سې شنبه ۳۴ تنه نور د دغه هیواد په بېلابېلو برخو کې په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

ایرنا خبري اژانس د نوموړي له قوله ویلي:" د یادو کسانو له ډلې ۱۶ تنه په قم، ۹ تنه فارس، یو تن مازندران، دوه تنه ګیلان، دوه تنه نیشاپور، دوه تنه البرز او یو تن په قشم کې په دغه ناروغۍ اخته شوی دی."

په ایران کې د کرونا ویروس له ویري پوهنتونونه او ښوونځي هم تر یوې اونۍ پوري رخصت شوي دي.

دغه هیواد خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې له یاد ویروس څخه د خوندیتوب په هدف پخپلو کورنو کې پاتې شي او په ښار او له ګڼې ګونې څخه په ډکو ځایونو کې له تېرېدو او پاتېدو څخه ډډه وکړي.

هرات چې له ایران سره پر پوله پروت دی د روغتیا وزارت چارواکو تېره ورځ په دغه ولایت کې د کرونا ویروس یوه مثبته پېښه تائيد کړه.

د افغانستان د روغتیا وزیر وویل چې په کرونا دغه اخته کس چې دا مهال د هرات په روغتون کې تر درملنې لاندې دی تازه له ایران څخه افغانستان ته راغلی و.

بلخوا د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن سې شنبه امریکا غږ ته وویل چې په هرات کې د کرونا ویروس اووه نورې مشکوکې پېښې هم ثبت شوي چې دوې تنې یې ښځې دي.

افغانستان د تېرې یکشنبې په ورځ د کرونا ویروس د انتقال د مخنیوي په هدف له ایران خپل پولې وتړلې، خو نن سې شنبه یې بېرته پرانیستلې.

دا په داسې حال کې ده چې له ایران څخه هره ورځ سلګونه افغان کډوال افغانستان ته داخلیږي.

XS
SM
MD
LG