د پاکستان په فیصل اباد کې مېشت قاري علم خان وايي پر خپلې لور ویاړي.
صاحب اسرا د (پاکستان تر ټولو چټکه ځغاستونکې ) بلل کیږي.
هغه او کورنۍ یې د پاکستان په فیصل آباد کې ژوند کوي او پلار یې د یوه جومات امام دی. اسرا د ښونځي زده کوونکې ده او په ځغاستې کې یې د سرو زرو مډال هم ګټلی دی.
د "پروپاکستاني" ویباڼې د راپور له مخې اسرا وايي سره له دې چې په ټولنه کې خلک د هغې د ورزش سره مخالفت کوي، خو خوشحاله ده چې پلار یې تر څنګ دی او ننګه یې کوي.
د اسرا پلار قاري علم خان هم ویلي دي چې د خلکو په خبرو پسې نه ګرځي او په خپلې لور ویاړي چې ورزش کوي.
اسرا او د هغه ورزش ته ځکه د خلکو پام اوړي چې هغه یوه نجلۍ ده او پلار یې هم ملا او د جومات امام دی. په پاکستان کې غوندې یوې دودپالې ټولنې کې ښايي دا کار د ځينو خلکو لپاره عادي نه وي.
د اسرا پلار وايي د خلکو د خبرو پروا نکوي او څومره چې په خپلو زامنو ویاړي هماغومره په خپلې لور هم ویاړي.