د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني د عمران خان په بلنه پاکستان ته ځي


ارګ وايي ښاغليو غني او عمران خان پر تیلیفون خبرې کړي
ارګ وايي ښاغليو غني او عمران خان پر تیلیفون خبرې کړي

د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته بلنه ورکړې چې د سولې او سیمې د اتصال په اړه خبرو لپاره اسلام اباد ته ورشي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان له ښاغلي غني سره په تیلیفون کې خبرې کړي او هغه ته یې پاکستان ته د ورتگ بلنه ورکړې ده او ولسمشر غني منلې ده.

د ارګ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چي عمران خان وویل "د جمهوررئیس غني اقتصاد محور لید او فکر او سیمه ییز اتصال سره توافق لري او اړتیا ده چې د دواړو هیوادونو د پلاویو په کچه د تخنیکي مسایلو په اړه خبرې وشي."

اعلامیه وايي چې عمران خان له ښاغلي غني څخه وغوښتل چې د " د اقتصادي مسایلو او سیمه ییز اتصال په اړه د تفصیلي بحث لپاره پاکستان ته سفر وکړي."

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي دیپلوماتیک چاینلونه به دغه سفر تنظیموي، خو ویې نه ویل چې ولسمشر غني به کله پاکستان ته ځي.

د چخانسوري خبرې د عمران خان د سفر په اړه
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:36 0:00

عمران خان داسې مهال ولسمشر غني ته پر سولې د خبرو لپاره پاکستان ته د سفر بلنه ورکوي چې په قطر کې طالب استازي له امریکایانو سره د سولې په خبرو بوخت دي.

تر دغو تیلیفوني خبرو مخکې عمران خان څو وارې په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړولو خبره کړې وه چې د کابل له تند غبرګون سره مخامخ شو. افغان حکومت د هغه دا خبرې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې وه.

کله چې عمران خان د پاکستان صدراعظم شو، ولسمشر غني ورته د کابل د سفر بلنه ورکړې وه.

افغان حکومت پاکستان تورنوي چې وسله وال طالبان ساتي، پالي او بیا یې د جنګ لپاره افغانستان ته استوي، خو پاکستان دا تورونه نه مني.

XS
SM
MD
LG