د لاس رسي وړ اتصالات

زلمی خلیلزاد پر افغان سولې د خبرو لپاره پاکستان ته ځي


ښاغلي خلیلزاد اسلام ته تر سفر مخکې په کابل کې له افغان چارواکو سره ولیدل
ښاغلي خلیلزاد اسلام ته تر سفر مخکې په کابل کې له افغان چارواکو سره ولیدل

پاکستاني چارواکي وایي ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته لاړ شي.

ویل کیږي چې له ښاغلي خلیلزاد سره په دغه سفر کې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله الیس ویلس هم شامله ده.

دوی به د دوشنبې په ورځ (اپریل۲۹) اسلام آباد ته ورسیږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل په خپل ټویټر لیکلي دي چې امریکايي چارواکي به له پاکستاني چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو او افغانستان د سولې په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړي.

پاکستان ته تر سفر یوه ورځ مخکې ښاغلي خلیلزاد په کابل کې له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره ولیدل. ښاغلي خلیلزاد ویلي دي چې له افغان چارواکو سره یې د سولې د روانو مذاکراتو په اړه معلومات شریک کړل.

د ارګ اعلامیه وایي چې دواړو خواو پر بین-الافغاني مذاکراتو ټینگار وکړ.

ټاکل شوې چې په نژدې ورځو کې به ښاغلی خلیلزاد یو وار بیا په قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ څو ځلې خبرې شوې چې د چارواکو په وینا پرمختګونه په کې شوې خو کوم تړون نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG