د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې سوله د اسیا د اقتصادي پیوستون وسیله ده- عمران خان


عمران خان په بیجینگ کې یوې اقتصادي غونډې ته د وینا پر مهال
عمران خان په بیجینگ کې یوې اقتصادي غونډې ته د وینا پر مهال

د پاکستان صدراعظم عمران خان چین ته د سفر په ترڅ کې وویل چې په افغانستان کې سوله د چین د "یو کمربند یوه لار" نوښت لپاره د مرکزي اسیا هیوادونو سره د اقتصادي پیوستون عمده وسیله ده چې په وینا یې اسلام ته تر ټولو زیاته گټه لري.

ښاغلي خان د یکشنبې په ورځ (اپریل ٢٨) په بیجینگ کې د مرکزي اسیا هیوادونو یوې اقتصادي غونډې ته په وینا کې وویل چې د افغانستان سوله د سیمه لپاره گټوره ده.

د پاکستان صدراعظم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو هڅو ته په اشارې وویل چې هیواد یې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته کوي او هیله من دی چې یو سیاسي حل لاره وموندل شي.

هغه وویل "له ١٧ کالو وروسته د لومړي ځل لپاره هلته (افغانستان کې) د سولې هیله پیدا شوې. پاکستان په کې خپله ونډه ادا کوي چې طالبان او افغان حکومت سره کښیني".

عمران خان زیاته کړه چې د افغانستان سوله به پر پاکستان او مرکزي اسیا هیوادونو باندې ستر اثر وکړي "په افغانستان کې سوله به د پاکستان او مرکزي اسیا ترمنځ تماس زیات کړي او البته چې چین به (سیمې سره) وصل کړي."

چین پدې هیله چې د پاکستان او افغانستان له لارې مرکزي اسیا سره وصل شي په پاکستان کې په زیربنایي، پرمختیایي او د انرژۍ د تولید په پروژو شاوخوا ١٩ میلیارد ډالره پانگونه کړې ده.

دغه دواړه هیوادونه غواړي د چین او پاکستان د اقتصادي همکارۍ (سپیک) د میلیاردونو ډالرو پروژه افغانستان ته وغزوي.

XS
SM
MD
LG