د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان له افغانستان سره د طبي تجهیزاتو مرسته وکړه


ټاکل شوې دغه طبي مرستې نن کابل ته ورسېږي
ټاکل شوې دغه طبي مرستې نن کابل ته ورسېږي

پاکستاني چارواکي وايي چې د کروناویروس د درېیمې څپې په وړاندې د مبارزې لپاره یې له افغانستان سره د طبي تحهیزاتو مرسته کړې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې په دغو تجهیزاتو کې د اکسیجن ډبې، د مصنوعي تنفس دستګاه او له کروناویروس سره د مبارزې نور وسایل شامل دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له دغو مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې په دغو طبي تجهیزاتو کې د اکسیجن ۵۰۰ ډبې او ځینې نور وسایل شامل دي.

ټاکل شوې چې د طبی تجهیزاتو دغه جوپه نن د پنجشنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) کابل ته ورسېږي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د اکسیجن د تولید د دستګاو د پېرېدلو لپاره له نړیوال بانک څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

دغه وزارت په یو بیان کې ویلي چې ډاکټر وحید مجروح دا غوښتنه تېره ورځ په یوې انلاین غونډه کې د نړیوال بانک له استازو سره شریکه کړې ده.

ښاغلي مجروح ویلي: "سره له دې چې د کابل او یو شمېر ولایتونو په څوو روغتونونو کې د اکسیجن د تولید دستګاوې نصب او فعالې شوي او د لسو نورو ولایتونو لپاره دستګاوې پېرل شوي، خو لا هم موږ د اکسیجن له کموالي سره مخ یو او همکارۍ ته شدیده اړتیا لرو".

له دې وړاندې ازبکستان هم له افغانستان سره د اکسیجن د ۱۰۰۰ ډبو مرسته کړې ده. په افغانستان کې د کروناویروس د مثبتو پېښو له زیاتوالي وروسته په روغتونونو کې د اکسیجن کموالی په یوې جدي ستونزې بدل شوی دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو په اساس د چهارشنبې تر ورځې په دغه هېواد کې د کروناویروس د ټولو پېښو شمېر ۹۶۵۰۰ ته پورته شوی چې له دې شمېرې څه باندې ۳۴۰۰ کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG